په کابل کې د انتخاباتو د کمېسیون دفتر ته نېږدې ځانوژونکې حمله شوې

 

دآزادی راډیو

د کابل امنیه قومانداني په دغه ښار کې یوه انتحاري حمله تأییدوي.

د دغه ادارې ویاند حشمت‌الله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل، نن دوشنبه له غرمې وروسته شااوخوا ۰۱:۱۵ دقیقې یوه ځانمرګي بریدګر چې غوښتل یې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ځان نېږدې کړي، هدف ته له رسېدو مخکې ځان ته چاودنه ورکړې ده.

ښاغلی ستانکزی وايي، په دغې چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي دی.

ویل کېږي چې دغه چاودنه په هغه ځای کې شوې چې د پارلماني ټاکنو له وروستي لېسته د ځيني حذف شویو نوماندانو پلویان د اعتراض په بڼه راټول شوي وو.

پخواني معلومات:

په کابل کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون دفتر ته نېږدې نن د یوې ځانوژونکې حملې په نتیجه کې د لومړنیو معلوماتو له مخې، دوه پولیس وژل شوي او یو تن ټپي دی.

دغه حمله داسې مهال شوې چې د دې دفتر مخې ته د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو له وروستي لېست څخه د یوه ایستل شوي کاندید مولوي ترخېل محمدي پلویان د اعتراض په توګه راټول شوي وو او د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون دروازې یې تړلې وې.

د انتخاباتو چارواکو ویلي چې نوموړی له غیرقانوني وسله والو ډلو سره د اړیکو په تور د کاندیدانو له وروستي لېسته ایستل شوی دی.

مولوي تره خېل محمدي له ازادي راډیو سره په خبرو کې تأیید کړه چې د انتخاباتو د دفتر دروازه د ده پلویانو د دې لپاره تړلې وه چې د انتخاباتو کمېسیون باید دا ورته واضح کړي چې د کومو کره شواهدو له مخې یې د ده نوم د کاندیدانو له وروستي لېسته ایستلی دی.

په زړه پورې منځ‌پانګه
ډېر لوستل شوي مطالب

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.