په کابل کې دوه انتحاريان هدف ته له رسېدو وړاندې ووژل شول

 

دآزادی راډیو

د کابل امنیه قومانداني وايي دوه تنه چې چاودېدونکي مواد یې له ځان سره لېږدول او د پولیسو تر تعقیب لاندې و، هدف ته له رسېدو وړاندې د چاودېدونکو موادو د چاودنې له امله وژل شوي دي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه نن سې شنبه شااوخوا ۳نیمې بجې د یولسمې امنیتي حوزې اړوند د چمن جومات په سیمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه:

“چاودېدونکي مواد او دوی دواړه چې په یوه موټر سایکل سپاره و او د پولیسو تر تعقیب لاندې و، کله چې هدف ته ونه‌رسېدل ځان ته‌یې چاودنه ورکړه، خپله له‌منځه تللي او نور چا ته زیان نه‌دی اوښتی.”

ښاغلي مجاهد زیاته کړه چې په دې اړه پلټنې روانې دي.

تر اوسه د دغې حملې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.