په روم کې د افغانستان د سفارت ودانۍ د اعلحضرت امان الله خان په نامه شوه

 

 

تاند- په ایټالیا کې د افغانستان سفیر په روم کې د افغانستان د سفارت ودانۍ، چې ۹۳ کاله پخوا د اعلحضرت امان الله خان په دوره کې پېرودل شوې وه، د غازي امان الله خان په نوم کړه.

په روم کې د افغانستان سفیر وحید عمر وايي چې نور به په دې ښار کې د افغانستان د سفارت تاریخي ودانۍ «غازي امان الله خان ودانۍ» نومول کېږي.

ښاغلي عمر نن د دې ودانۍ د نوم د بدلولو په مراسمو کې وویل «له دې وروسته به ېې نوم ویلا برناردي نه بلکې ویلا امان الله وي.»

په مراسمو کې د اعلحضرت غازي امان الله خان د کورنۍ غړیو هم ګډون کړی و.

ښاغلي عمر دا پرېکړه وروسته له دې وکړه چې په جرمنې کې د دوکتورا د دورې افغان محصل اصف حبیبي په ایټالیا کې د افغانستان له سفیره وغوښتل چې په روم کې هغه کور ومومي چې اعلحضرت غازي امان الله پکې د تبعید شپې ورځې تېرې کړي او د استقلال د اخیستونکي په یاد ورڅخه موزیم جوړ کړي.

د ښاغلي حبیبي غوښتنه په ټولنیزو رسنیو کې د ډېرو افغانانو له هرکلي سره مخامخ شوه.

اصف حبیبي نن /سې شنبه/ له تاند سره په خبرو کې په ایټالیا کې د افغانستان له لوی سفیر ښاغلي وحید عمر څخه مننه وکړه چې د خپل ولس غوښتنې ته یې مثبت ځواب ووایه.

حبیبي وویل، وحید عمر ویلي چې اعلحضرت امان الله خان په ایټالیا کې کوم کور نه درلود ځکه د سفارت ودانۍ د دغه ترقي پال پاچا په نوم نوموي.

د روم په زړه کې د افغانستان د سفارت د نولسمې پېړۍ ودانۍ، چې په حقیقت کې یوه ماڼۍ ده، په ۱۹۲۲ م کال غازي امان الله خان د افغانستان لپاره پېرودلې وده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.