په دوحه کې د افغان دولت او طالب مرکچیانو خبرې د لنډ وخت لپاره ودرول شوې

دآزادی راډیو

په دوحه کې د دولت او طالبانو د مرکچیانو له ټیک درېیو میاشتو بحثونو او ناندریو وروسته خبرې د لنډ وخت لپاره ودرول شوې.

دوی په خپلو خبرو کې د شااوخوا ۲۰ ورځنۍ وقفې اعلان کړی دی.

پرون ماښام دواړو لورو په جلا جلا خبرپاڼو کې وویل چې د خبرو بل پړاو به د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په پنځمه او د جدي میاشتې په ۱۶مه نېټه پیلوي.
مرکچیانو ویلي چې دوی د بین‌الافغاني خبرو د اجنډا د موضوعاتو “لومړني لېستونه” سره تبادله کړي او دغه دمه‌یې ځکه اعلان کړې چې په خبره‌یې دا موضوعات زیاتو سلامشورو ته اړتیا لري.

د دولت او طالبانو د مرکچیانو په خبرپاڼو کې د قطر له کوربه‌توبه مننه شوې، خو دا یې کره کړې نه‌ده چې بل پړاو خبرې به هم دوحه کې کېږي او که بل ځای.
خبرو کې دا دمه په داسې ورځ اعلان شوه چې د افغانستان د ملي امنیت شورا غوښتنه وکړه چې د خبرو پاتې پړاوونه باید افغانستان کې ترسره شي.

د دغې شورا ویاند رحمت‌الله اندړ وایي، د هېواد هر ځای کې چې طالبان وغواړي، دوی ورته چمتو دي او هغې سیمه کې اړینې اسانتیاوې رامنځته کولای شي.

ښاغلی اندړ زیاتوي: “افغانانو لسګونه کاله په وینو کې د سولې انتظار کړی، که د سولې خبرو پاتې پړاوونه افغانستان کې پر مخ ولاړ شي، مالکیت او نظارت به‌یې د افغانانو وي، هر ځای چې طالبان وټاکي، افغان حکومت ورسره موافق دی او مذاکرات ورسره کوي، د افغانستان په هره نقطه کې چې وي.”
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، دوی به وروسته د حکومت د دغه وړاندیز په اړه خپل نظر څرګند کړي.

پوښتنه دا ده چې حکومت ولې طالبانو ته داسې وړاندیز کړی؟

په ټولنیزو چارو کې د ولسمشر سلاکارې ملالۍ شینوارې ازادي راډیو سره یوه تازه بحث کې وویل، داسې شکونه شته چې ممکن قطر د اوږدمهال لپاره د سولې کوربه‌توب لپاره ګټور نه‌وي.

اغلې شینوارې زیاتوي: “زما په نظر د قطر هېواد د اوس لپاره ښه دی، خو که راتلونکي کې د افغانستان د سولې له پروسې نه د ځان په ګټه کار اخلي، ښه به دا وي چې بیا داسې هېواد ته ولاړ شو چې له هېڅ ډلې طرفداري ونه‌شي.”
ژورنالېست او د چارو کتونکی ولي‌الله شاهین بیا وایي، اوس‌مهال د افغانستان دننه د سولې خبرو ته امکانات نه‌دي برابر.

ښاغلی شاهین وايي: “لومړی دا چې د اعتماد فضا چې داسې کار ممکنوي، د دواړو لورو ترمنځ نه‌ده موجوده، بله خبره دا چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې جګړه روانه ده، د افغانستان داخل ته د دې خبرو انتقال په دې معنی دی چې له سولې د بین‌المللي خواخوږو لاسونه لنډېږي، دا د دې پر ځای چې له خبرو سره مرسته وکړي، د مذاکرو د ناکامۍ سبب کېږي.”

پر قطر سربېره څو نورو هېوادونو له هغې ډلې روسیې، چین، ازبکستان، ایران، ناروې او جرمني له وړاندې د بین‌الافغاني خبرو کوربه‌توب ته چمتووالی ښودلی.

خو معلومه نه‌ده چې د خبرو نور پړاونه به چېرته او څه ډول ترسره کېږي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.