په خوست ښار کې موټر بم چاودنې ۱۴تنه وژلي

 

دآزادی راډیو

نن د شنبې په ورځ سهار مهال د خوست ښار اړوند د خوست ملي لوبغالي او د کابل د نوې اډې تر څنګ سیمه کې د موټر بم برید شوی دی.

د خوست د عامې روغتیا سرپرست رئيس ډاکټر ګل محمدالدین محمدي ازادي راډیو ته وویل چې په دې برید کې لږ تر لږه څوارلس کسان وژل شوي او د دوو ماشومانو په ګډون اته نور ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړه، په ټپیانو کې یوازې د یو کس روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی، خو د نورو ټپیانو روغتیايي حالت ښه دی.
د خوست د عامې روغتیايي سرپرست رئيس زیاته کړه:

“اته نفره زخمیان لرو چې د یو نفر حالت په کې نازک دی او تر عملیاتو لاندې دی، د ۷ تنو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی، موږ د خپلو امبولانسونو څخه په استفادې ۱۴ جسدونه چې د پېښې په ځای کې وو، غوښتل مو چې ولایتي روغتون ته يې انتقال کړو، وروسته د کمپاین نفر راغلل، موږ ورته دا جسدونه تسلیم کړل.”

بلخوا د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت د یادې پيښې د وژل شویو شمېر له اتو تر لسو کسانو پورې یادوي.

امنیه قوماندان وايي چې د پيښې د سیمې سره نېږدې د ولایتي قواوو ځنې اکمالاتي واړه ګاډي هم ولاړ و.
نوموړي زیاته کړه:

“نن سهار اته نیمې بجې د وطن او خلکو دښمنانو موټر بم حمله ترسره کړه چې په نتیجه کې تر اوسه له اتو تر لسو کسانو پورې شهیدان لرو، په حدود دې اته نفره په کې خمیان دي چې په زخمیانو کې دوه تنه يې ماشومان دي، دغه حمله د خوست ښار د کابل نوې اډې یا د خوست د ورزشي لوبغالي تر څنګ شوې ده.”

د خوست امنیه قوماندان زیاتوي تر اوسه د وژل شویو هویت نه دی معلوم شوی چې څومره ملکي او څومره هم د کمپاین ځواکونو سرتيري دي.
“د پېښې په ځای کې شپږو څخه تر اتو پورې د کمپاین سراچه موټر ولاړ و، تر اوسه نه ده معلومه چې تلفاتو کې څو تنه کمپاین سرتېري دي او څو تنه هم ملکي وګړي.”

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش رسنیو ته په معلوماتو کې د خوست د پېښې د وژل شویو شمېر اتلس تنه ښودلی دی.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د یاد برید په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

پخواني معلومات:
په خوست ښار کې د فوټبال لوبغالي ته څېرمه نن سهار اته نیمې بجې موټر بم چاودنه شوې چې د مرګ ژوبلې په اړه بېلابېل راپورونه ورکړل شوي دي.

د خوست د عامې روغتیا سرپرست ګل محمدین محمدي ازادي راډيوته وویل، له چاودنې ۱۴ جسدونه او ۸ ټپیان روغتونونو ته ور وړل شوي چې په وینا يې په ټپیانو کې د یوه روغتیايي وضعیت د ډاډ نه دی.

نوموړي وویل چې د دوی له څيړنو ښکاري چې وژل شوي او ټپیان ملکي وګړي دي.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش اسوشېټیډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې په دې حمله کې ۱۸ تنه وژل شوي دي.

تردې وړاندې د خوست د والي ویاند مبارزمحمد ځدراڼ ازادي راډيو ته وویل چې چاودنه د ګڼې ګوڼې په سېمه کې شوې ده او ممکن د تلفاتو شمیر زیات وي.

خو د خوست امنیه قوماندان فیض الله غیرت ازادي راډيو ته وویل چې په دې پېښه کې لس ته ملکیان وژل شوي او د دوو ماشومانو په ګډون ۶ تنه ټپيان دي.

تر اوسه پورې د چاودنې مسؤلیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

پخواني معلومات:

په خوست کې نن سهار اته نیمې بجې د خوست ښار د عسکري کلوپ په سیمه کې ځانمرګی برید شوی دی.

که څه هم تر اوسه سیمه د افغان ځواکونو له لوري محاصره ده، خو عیني شاهدان وايي چې یاده پيښه مرګ ژوبله لري او د پېښې ځای ته یو شمېر امبولانسونه ورغلي دي.

د خوست د امنیه قوماندانۍ چارواکو ازادي راډیو ته پېشه تائید کړه، خو ويې ویل چې تر اوسه يې د تلفاتو په اړه معلومات نه دي راټول شوي.

دوی زیاتوي، تر اوسه دا هم نه ده معلومه چې دا ځانمرګی برید وو او که موټر بم برید.

خو د پېښې ځای ته نېږدې خلکو ازادي راډیو ته وویل چې ممکن موټر بم برید وي.

تر اوسه د یادې پېښې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.