په جلال اباد کې تروریستان د سیف دي چلدرن دفتر ته ننوتي
تاند- په جلال اباد کې د سیف دي چلدرن موسسې د دفتر مخته له چاودنې وروسته انتحاریانو ډزې پیل کړې.
د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼی وايي، د حملې هدف سیف دي چلدرن موسسه ده.
دا موسسه له څو لسیزو راهیسې له افغان ماشومانو، په تېره بیا یتیمانو سره مرسته کوي.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وايي چې روغتون ته ۱۱ ټپیان وروړل شوي دي.
وسله والو طالبانو چې د شنبې په شپه یې پر انترکانتینینټل هوټل تروریستي برید کړی و، د جلال اباد په نننۍ حمله کې لاس لرل، ردوي.
غالباً به دا برید داعش په نوم ختم شي.
تاند ته رسېدلي راپورونه وايي چې ۳ تروریستان د سیف دي چلدرن دفتر ته ننوتي دي.
رویټرز خبري اژانس بیا وايي چې لومړی د سیف دي چلدرن دفتر مخته لومړی موټر بمي چاودنه شوې ده.
نظرات بسته شده است.