په بلوچستان کې وتلې بلوڅه هنرمنده اوخبرياله ووژل شوه

 

د وږي، سنبله ۱۶ مه ۱۳۹۹

د بلوچستان ايالت وتلې بلوڅه هنرمنده او د دولتي تلويزون کوربنه شاهينه شاهين د ناتاره ډزو په نتيجه کې وژل شوې ده. شاهينه د ايالت په بلوڅ مېشته تربت سيمه کې وژل شوې. دا سیمه د ایران پولې ته نژدې او د بلوچستان نسبتاً امن سیمه ده.

د تربت د پوليسو مشر نجيب الله پندراني د يکشنبې په ورځ رسنيو ته وویل چې د محراب ګچکي په نامه يو تن شاهينه په ټپي حالت کې د کېچ ولسوالۍ د مرکز تربت روغتون ته رسولې او وروسته په تېښته بريالی شوی دی. شاهينې د زياتو ټپونو له امله د درملنې پرمهال په روغتون کې ساه ورکړې ده. تراوسه دا نه ده څرګنده چې شاهينه چا وژلې او د وژنې لامل يې څه دی، خو البته پوليس په سیمه کې د شک په توګه يوه کور ته ورغلي، چېري چې پوليسو ته مالومه شوې، شاهينه په ياد کور کې په ډزو ويشتل شوې ده.

د سيمې پوليس وايي، له لومړنيو تحقيقاتو څرګندېږې چې د بلوڅې مېرمنې په وژنه کې د ګچکي لاس وي، له چا سره چې شاهينې د محکمې له لارې واده کړی و. د بلوچستان حکومت وياند لياقت شاهواني د شاهينې پر وژنه خفګان څرګندکړی، او د جدي تحقيقاتو امر يې کړی دی. د پاکستان د خبريالانو اتحاديې هم د نوموړې وژنه غندلې ده.

وژل شوې بلوڅې خبريالې شاهينه شاهين د پاکستان په دولتي تلويزون پي ټي وي بولان کې د بلوڅي ژبې سهارنۍ خپرونه پر مخ بيوله. نوموړې د بشري حقونو فعاله، هنرمنده او د يوې بلوڅې مجلې دزګهار (همزولې) مسوول مديره وه.

په بلوچستان کې تر دې وړاندې هم په بلوڅ مېشته سیمو کې يو شمېر خبريالان د ناپېژانده وسله والو په بريدونو کې وژل شوي، خو البته د شاهينې د وژلو لامل کېدای شي کورنی تاوتريخوالی وي. د شاهينې څلورخويندې دي او ورور نه لري. پوليسو د ګچکي د نيولوهڅې پيل کړې، چې ګمان کېږي د شاهينې په وژنه کې دخيل وي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.