په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو په اړه د بایډن ژمنه

 

دآشنا ږغ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن وايي چې د نوموړي تر مشرۍ لاندې حکومت په افغانستان کې د روانې ۲۰ کلنې جګړې ختمولو لپاره له روان دپلوماتیک بهیر نه په کلکه ملاتړ کوي.

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې بایډن د افغانستان په اړه دا ډول نظر څرګندوي.

نوموړي تیره شپه د ۲۰۲۱ کال د مونیخ امنیتي کنفرانس ته چې انلاین و وویل: “موږ ژمن پاتې کیږو تر څو دا ډاډ تر لاسه کړو چې له افغانستان څخه بیا هیڅ کله د امریکا متحده ایالاتو د ګټو او متحدینو پر وړاندې د تروریستي برید زمینه نه برابریږي.”

ښاغلي بایډن په خپلې وینا کې کرونا ویروس، د پاریس اقلیمي تړون، روسیې، چین او ځینو نورو مسائلو په اړه هم خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د دفاع وزیر لوید آستن هم پرون جمعه وویل چې په افغانستان کې تاوتریخوالي باید ژر تر ژره کم شي.

نوموړي وویل چې په افغانستان کې د سولې بهیر کې پرمختګ او د امریکا متحده ایالاتو د پوځي حضور پای ته رسېدل “د طالبانو د بریدونو په کمولو پوري تړلي دي.”

لوید آستن زیاته کړه:”موږ په مسؤلانه او تلپاتې توګه د دغه جګړې پای ته رسېدو ته ژمن یو او غواړو ډاډ تر لاسه کړو چې دغه اوږدمهاله جګړه په واقعي او تلپاتې توګه پای ته ورسیږي.”

تر دې مخکې امریکايي چارواکو ویلي وو چې د امریکا-طالبانو ترمنځ د دوحې تړون چې د ۲۰۲۰ کال په فبروري میاشت کې لاسلیک شو ارزوي. د یاد تړون په اساس باید تر راتلوونکي می میاشتې ټول امریکايي سرتیري له افغانستان څخه ووزي او ترڅنګ یې وسله وال طالبان تاوتریخوالی کم او له ترهګرو ډلو سره اړیکې قطعه کړي.

خو د امریکا د دفاع وزیر ټینګار وکړ چې مهمه نه ده د دغه ارزونې پایلې به څه وي، خو زیاته یې کړه چې د امریکا متحده ایالات به په بېړه او بې نظمه له افغانستان څخه ونه وزي چې په وینا یې د ناټو او نورو متحدینو اعتبار ته یې زیان ورسیږي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.