په استرالیا کې یو افغان پر لارویانو د موټر د خېژولو په تور محاکمه کېږي

 
تاند- په استرالیا کې یو افغان په دې تور نیول شوی او محاکمه کېږي چې د ملبرن په یوه خورا له ګڼې ګوڼې ډک واټ کې یې موټر د لارویانو خوا ته روان کړ او مخکې تر دې چې موټر یې پر لارویانو وخېژي، د یوه پولیس له لوري ونیول شو.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، محکمې ته نن /سې شنبه/ وویل شول چې نور سعید پر خپل سوزوکي موټر د ملبرن په فلیندر ستریت سټېشن (واټ) کې خلک په موټر ووهل. دا پېښه پخوا شوې خو محاکمې یې اوس پیل شوې ده.

په دې پېښه کې یو بوډا، چې ژوبل شوی و،۸ ورځې وروسته په روغتون کې مړ شو.

څارنوالانو وویل چې د نور سعید په کمپیوټر کې یې د موټر په وسیله د نړۍ په نورو برخو کې د تروریستي حملو عکسونه موندلي دي.

۳۳ کلن نورسعید د یوه قتل او د ۱۵ تنو نورو د وژلو د هڅې په تور محاکمه کېږي.

څارنوالان وايي، که نوموړی په خپله هڅه کې بریالی شوی وای نو ممکن ۱۶ تنه یې وژلي وای.

د پېښې په مهال نوکریوال پولیس فرانسیس ادمز حاضر و، ده د نورسعید موټر ته ورمنډه کړه او هغه یې ونیوه. د نورسعید موټر د اعلان له یوې تختې سره د لګېدو له کبله درېدلی و.
د نور سعید موټر د اعلان له تختې سره ټکر شو

په محکمې کې څارنوال مارک ګیبسن وویل، پولیس (ادمز) وايي چې نورسعید دوه یا درې ځلې الله اکبر وویل.

له پېښې وروسته د نورسعید کور تلاشي شو او په کمپیوټر کې یې د موټر په وسیله د لندن، باسلونا او امریکا د تروریستي حملو عکسونه وموندل شول.

څارنوال، همداراز وايي چې د پېښې په ورځ نورسعید له خپل بانکي حسابه ۷۰۰۰ ډالره وایستل، ۳ زره یې د خپلې موټر حساب ته واچولې.

نور له افغانستانه په ۲۰۰۴ م کال استرالیا ته پناه یووړه او اوس یې د استرالیا تابعیت درلود.

د ده مدافع وکیل وايي چې موکیل یې عصبي ناروغي لرله او مخدر مواد یې هم استعمالول.

د ټکر په مهال د نورسعید په موټر کې شرقي موسیقي اورېدل کېده او دا احتمال هم لېري نه دی چې ده د موټر کنټرول له لاسه ورکړی وي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.