پر کونړ د پاکستان ۱۸۰ لګېدلیو توغندیو ۳ ماشومان وژلي

 

تاند، پنجشنبه، د میزان ۴مه: د کونړ ولایتي چارواکي وايي، له تېرې ورځې راهیسې تر نن سهاره پورې د پاکستاني پوځیانو په ۱۸۰ توغندیزو بریدونو کې د شلطن ولسوالۍ ۳ د مدرسې زده کوونکي وژل شوي دي.

د کونړ د والي ویاند غني مصمم په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې خو د کونړ ولایت یوه امنیتي سرچینه سلام وطندار ته وايي، یو توغندی پر یوه دیني مدرسه لګېدلی دی چې په پایله کې يې د مدرسې ۳ کوچنیان زده کوونکي وژل شوي او مدرسه نړېدلې ده.

خو د شلطن اوسېدونکی عبدالرحیم بیا وايي، له پرون مازیګر راهیسې تر نن سهاره پورې پاکستاني لوري پر دغه ولسوالۍ ۲۰۰ توغندي ویشتلي دي.

پاکستان تېره میاشت هم پر کونړ له ۳۰۰ زیات توغندي را ویشتلي وو چې په اړه یې افغان حکومت یوازې لفظي کلک غبرګون ښودلی دی.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.