پر کابل ښار د راکټي بريدونو دوام؛ حکومت خپله امنيتي ناکامي ومنله

دآزادی راډیو

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، نن( شنبه) سهار د کابل په یو شمېر برخو لس توغندي لګېدلي دي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د شنبې په سهار په کابل ښار کې د لسو توغول شویو توغندیو په پایله کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

د دې وزارت ویاند طارق ارین نن شبنه ازادي راډیو ته وویل، دا کار هغه کړیو کړی چې له طالبانو سره اړيکې لري.

هغه زياتوي: “لس راکټونه د خیرخانې لب جر له سیمې له یوه سراچه ډوله موټره توغول شوي چې درې راکټونه یې د هوايي ډګر شاوخوا، پنځه یې د نهمې ناحیې هوا شناسۍ سیمه، یو راکټ د نهمې ناحیې زن اباد سیمه او یو راکټ د پنځلسمې ناحیې د مربوطاتو خواجه رواش سیمه کې لګېدلی دی چي په پایله کې یې یو تن په خواجه رواش سیمه کې وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.”
ښاغلي ارین وايي، په کابل کې د نا امنیو په اړه د خلکو اندېښنې پر ځای بولي او ټینګار کوي، هغه تشه چې په دې برخه کې موجوده ده ډېر ژر به یې ټول اړخونه معلوم شي.

د دغه بريد مسئوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم د کابل د امنیت په تړاو د سهار د شپو نمیو بجو په غونډه کې پر کابل د نن ورځې د توغندیز برید په اړه ویلي، چې په دې برخه کې امنیتي ناکامي مني.

ښاغلي صالح که څه هم دا نه دي ویلي، چې دا برید د چا کار دی خو دا یې ویلي، چې داعشي طالبانو په یو لیکلي پیغام کې مونږ ته دا خبرداری راکړی که چېرې يې بنديان اعدام شول کابل به د شیعه ګانو په مسلخ بدل او له برمته شویو کسانو به هم سرونه پرې کړي.

خو د نوموړي په خبره، چې دا ګواښونه به د دوی له خوا ملت ته د وژونکو د څېرو د پېژندنې مخه ونه نیسي.
که ښاغلي صالح داعشیان په طالبانو پورې تړلي، طالبانو بیا دا ډله بېرته په ښاغلي صالح پورې تړلې ده او د نننیو راکټي بریدونو مسووله یې هم په یو ډول داعش یا د اسلامي دولت ډله ګڼلې.

د دغه ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په یو ټوېټ کې لیکلي، د امرالله صالح د داعشیانو له خوا کابل ښار ته د ګڼو توغندیو رسول او بیا بې هدفه ویشتل څرګندوي، چې د ده په خبره د کابل ادارې امنیتي ارګانونه د داعش په نوم پدېدې تر شاه په قوت سره ولاړ دي.

له دې سره هممهاله يو شمر عيني شاهدان په کابل د نن ورځې د توغول شویو توغندیو په اړه نظرونه څرګند کړل.

يو تن وويل: “هر سهار په چاودنې او انتحار، هغه مهال چې دفتر خواته روان وم ناڅاپي مې تر غوږو د چاودنو سخت غږونه راغله، خلکو چیغې کړې، له ځان سره مې سوچ کوه چې بیا به کومه مور بې زويه شوې وې او بیا به کومه خور بې وروره شوې وي، له حکومت غوښتنه کوو چې د داسې پېښو مخه دې ونیسي.”

دغه راز يو بل عيني شاهد وويل: “زه په خپل کار بوخت وم، چې نږدې مو راکټ ولګېد چې ووتم ښځې او ماشومان په چغو دي، بیخي بد حالت و، که حکومت یې مخه نشي نیولای ولس دې پرېږدي چې د خپل ځان ساتنه خپله وکړي.”

د ولسمشر غني د حکومت د دوهمې دورې له پيل راهيسې دا څلور وار دی چې په کابل توغنديز بريدونه کېږي.

د افغانستان د جمهور رییس محمد اشرف غني د لوړې په مراسمو، د زمري د ٢٨ مې نېټې په مراسمو، درې اونۍ وړاندې او نن.

درې اونۍ وړاندې په کابل ښار ٢۴ توغندي توغول شوي وو.

هغه مهال هم د کورنیو چارو وزارت ویلي و، چې دغه توغندي د کابل له يوې شمالي سيمې توغول شي چې په کې ۱۰ کسه وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي وو.

د تېرو بريدونو مسئولیت هم چا نه وه منلی خو حکومت طالبان مسوول ګڼلي وه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.