پروان کې ماین چاودنې د شهرا قوماندان په ګډون پنځه پولیس وژلي

 

د پروان امنیتي چارواکي وايي، د پروان ـ کابل د شهرا قطعې قوماندان له څلورو نورو پولیسو سره په ماین چاودنه کې وژل شوی دی.

چاودنه تېره شپه د پروان مرکز چاریکار اړوند «عبدي بای» سیمه کې د شپې څه باندې یوه بجه د نوموړي پر ټانک شوې ده.

د پروان ولایت د جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر محمد صادق هاشمي نن دوشنبه ډسمبر ۲۱ (مرغومې لومړۍ» ویلي چې قوماندان ولي علیزاده تېره شپه یاده سیمه کې ګزمه کوله چې پر ټانک یې د سړک د غاړې ماین وچاودید.

هاشمي وايي، پولیسو د رامنځته شوي چاودنې په اړه څېړنې پيل کړي دي. د راپورونو له مخې په «عبدي بای» سیمه کې وسله وال طالبان هم حضور لري.

د پروان ـ کابل د لویې لارې د امنیت ټینګولو پر قوماندان د چاودنې مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی.

د یو بل خبر له مخې نن دوشنبه د کابل ښار د دوولسمې امنیتي حوزې اړوند څرخي پله سیمه کې د پولیسو پر رنجر موټر چاودنه شوې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ویلي چې په دغه چاودنه کې یو پولیس او یو ملکي وګړی ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه«سپین کلي» سیمه کې د موټر بم چاودنې له امله ۱۰ تنه ووژل شول او ۵۲ تنه نور ټپیان شول.

همدارنګه پرون ناوخته د کابل ښار د پنځمي امنیتي حوزې اړوند «میرویس میدان» سیمه کې ماین چاودنې یو ملکي وګړی وژلی او یو پولیس ټپي کړ.

د کابل د چاودنو مسؤلیت تر دا مهاله کومې وسله والې ډلې نه دی اخیستی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.