پروان کې د سېلابونو له امله ۷۳ تنه مړه شوي

دامریکا غږ

د پروان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په مرکز چاریکار کې د تیرې شپې سېلابونو له امله ۷۳ تنه مړه شوي او ۱۰۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

د پروان ولایت د ویاند مرستیال رحمت الله حیدري امریکا غږ ته وویل چې د ژغورونې عملیات روان دي چې په وینا یې کېدای شي ارقام تغیر شي.

بلخو د افغانستان دفاع وزارت خبر ورکړی چې ټاکل شوې نن د پروان ولایت زیانمنو شوو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ورسېږي.

تر دې مخکې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي و چې په پروان ولایت کې د تېرې شپې سېلابونو له امله تر دامهاله ۷۲ تنه مړه شوي او ۹۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

یاد وزارت ویلي چې په ټپیانو کې د پنځه تنو روغتیايي وضعیت خراب ښودل شوی دی.

د روغتیا وزارت وايي چې سېلابونو مرکز چاریکا، عفیان، اتمه، نهمه او دولسمه ناحیې زیاتې ځپلي دي چې په وینا د دغه ولایت د روغتیا ریاست ودانۍ هم تخریب شوې ده.

نن چهارشنبه پېښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت وویل چې د تیرې شپې راپدېخوا د هیواد په نهو ولایتونو کې د درندو سېلابونو را وتلو له امله په لسګونو تنه مړه شوي او ټپیان شوي دي.
یاد وزارت ویلي چې دغه سېلابونه په پروان، کاپيسا، پنجشېر، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، پکتیکا، نورستان او ننګرهار ولایتونو کې راوتلي دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو په اساس د یادو سېلابونو تر ټولو زیات ځاني او مالي ځیانونه په پروان ولایت کې رسېدلي دي.​

د یاد وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي نن چهارشنبه اګست ۲۶مه (وږې ۵مه) ویلي چې تېره شپه ۲ بجې تر اورښتونو وروسته مرګونې او ویجاړونکي سېلابونه د پروان مرکز چاریکار کې راوتلي دي.

هغه زیاته کړې: “د دغه سېلابونو له امله شااوخوا ۳۰۰ کورونه تخریب شوي دي. همدارنګه په لسګونو تنه مړه او ټپیان شوي.”

د قربانیانو سره د مرستې رسېدو په هدف د پېښو په وړاندې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني نن سهار پروان ولایت ته تللی دی.

د دغه وزارت ویاند وايي چې ژغورونکي ټېمونه له امنیتي ځواکونو سره په ګډه ژغورونکي عملیات پيل کړي دي.

نوموړي زیاته کړه:”نور بنسټونه هم چې هغه کې د پېښو په وړاندې د ولایتي کمېټې غړي هم شامل دي، یو ځای شوي دي د شینوارو ولسوالۍ مواصلاتي لار، سالنګ او د چاریکار داخلي لارې پاکوي،تر څو لارې د ټرافیکو پر مخ خلاصې شي.”

هغه وايي،په پام کې ده چې د سېلابونو له امله تر ۱۰۰۰ پورو زیانمن شوو کورنیو لپاره خوراکي موادو پروان ته انتقال شي.

یاد وزارت نن چهارشنبه ویلي چې د سېلابونو له امله ۳۰۰ کورونه تخریب شوي، ۲۰۰ متره استنادي دېول نړېدلی، ۱۰۰ متره سړک او ۱۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او۲ دوکانونه تخریب شوي دي.

ولسمشر غني هم په دې اړه خواشیني څرګنده کړې او زیانمنو شوو کورنیو ته یې د عاجلې مرستو رسولو امر کړی دی.
د ارګ په اعلامیه کې راغلي: “د افغانستان اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمد اشرف غني د پروان ولايت مرکز چاريکار ښار کې د سېلابونو له امله پر ځاني او مالي تلفاتو سخت خواشينی شو او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت او نورو اړوندو ادارو ته يې لارښوونه وکړه چې زيانمنو ته عاجله رسيدګي وکړي.”

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان د هوا پيژندنې ادارې په یو شمېر ولایتونو کې د درندو بارانونو او سېلابونو د را وتلو وړاندیونه کړې وه.

د کابل – جلال اباد او کابل – ګردېز لویو لارو په ګډون د هیواد په ځینو نورو سیمو کې هم د سېلابونو راوتو له امله زیانونه اوښتي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس د روان ۱۳۹۹ کال له پيل څخه بیا تر دا مهاله ۲۲زره افغان کورنه د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي چې له امله ۶۰۰ کورنۍ بېځایه شوي دي.

همدارنګه په دغه موده کې څه باندې ۳۰۰ تنه مړه شوي او نژدې ۲۷۰ نور ټپيان شوي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.