پاکستان پر کونړ ۱۳۰ راکټونه وویشتل

تاند- د پاکستان پوځ پرون /دوشنبه/ پر کونړ ولایت ۱۳۰ راکټونه وویشتل.

د راپورونو له مخې، په دې بریدونو کې، چې پرون مازدیګر د کونړ پر سرکاڼو او دانګام ولسوالیو وشول، د مرګ ژوبلو دقیق معلومات نشته.

د کونړ امنیه قوماندان حق نوار حقیار نن /سې شنبه/ رسنیو ته وویل، پرون مازدیګر د سرکاڼو او دانګام ولسوالیو پر ملکي هدفونو د پاکستان له لوري د درنو وسلو ګولۍ وویشتل شوې.

د حقیار په وینا په دې بریدونو کې لږترلږه یو تن په سرکاڼو ولسوالي کې شهید شوی او ګڼ نور مجبور شوي چې کورونه پرېږدي.

پاکستان، چې له څو کلونو راهیسې پر کونړ د توغندو بریدونه کوي، په وروستیو څو میاشتو کې حملې درولې وې.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.