پاکستان وايي، ترهګرو ته یې پناه نه ده ورکړې

 

 

تاند- د کابل او کندهار له تروریستي حملو وروسته پاکستان په خپله خاوره کې ترهګرو ته د پناهځایونو ورکړه رد کړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نفیس زکریا وویل چې اسلام اباد په افغانستان کې سولې او ثبات ته ژمن دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی تاکید وکاوه چې پاکستان اجازه نه ورکوي چې له خاورې څخه یې د بل هیواد پر ضد کار واخیستل شي.

ده همداراز وویل چې د امریکا په شمول نړیواله ټولنه په هره کچه د تروریزم پر ضد د پاکستان ونډه تاییدوي.

زکریا وویل، پاکستان د تروریزم په خاطر په لسګونو زره تلفات او تر ۱۰۰ ملیون ډالره زیات مالي زیان کړی دی.

ده شمالي وزیرستان ته د امریکايي جنرال او د غوڅ ملاتړ د ماموریت قوماندان جنرال جان نیکلسن وروستي سفر ته په اشارې وویل چې د ضرب عضب عملیاتو په لړ کې تروریستانو ته سختې مرګ ژوبلې اوښتي دي.

پاکستان تل له تروریزم سره د مبارزې خبرې کوي خو په عین حال کې په خپله خاوره کې د حقاني شبکې او د کوټې شورا له موجودیته انکار نه کوي او ځیني وخت وايي چې د طالبانو ترمنځ باید تفکیک وشي؛ یو شمېر طالبان ښه خلک دي او یو شمېر نور چې د پاکستان د ګټو خلاف جنګېږي، بد دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.