پاکستان د کندهار په حمله کې لاس لرل ردوي

 

تاند- پاکستان د افغانستان دا تور رد کړ چې ګنې د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د وژلو پلان په پاکستان کې جوړ شوی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن /چهارشنبه/ وویل«کوم قوي شواهد یا استخباراتي معلومات چې د افغانستان ادعا ثابته کړي له پاکستان سره تراوسه پورې شریک کړل شوي نه دي.»

پاکستان دا خبره یوه ورځ وروسته له دې وکړه چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني وویل، د استخباراتي معلوماتو له مخې د جنرال رازق د وژلو پلان د پاکستان په خاوره کې جوړ شوی و او پاکستان باید د حملې طراحان وروسپاري.

د پنجشنبې د ورځې په حمله کې د کندهار د ملي امنیت ريیس مومین حسین خېل او یو ژورنالیست هم شهیدان شول.

همداراز په دې برید کې د یوه امریکايي جنرال (جیفري سمایلي) په ګډون ۱۳ تنه ژوبل شول.

پاکستان په ځلونو په خپله خاوره کې د طالبانو د مشرتابه شورا او مشرانو پر موجودیت اعتراف کړی خو بیا هم دا ردوي چې د طالبانو مشران د پاکستان له خاورې په افغانستان کې د جګړې لارښوونه کوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.