پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر او نورو مخکښو غړیو د نیول کېدو امر کړی

 

تاند ( جمعه، د کب ۱ ) په کراچۍ کې د ترهګرۍ د قضیو څېړلو یوې محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښو غړیو د نیولو حکم صادر کړی دی.

محکمې د منظور پښتین په ګډون د محسن داوړ، ثنا اعجاز او ځینو نورو غړیو د نیول کېدو امر کړی دی.

سرچینه وایي، د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړیو د ډسمبر میاشت کې د پاکستاني حکومت ضد څرګندونو په تور عریضه شوې ده.

د سرچېنې په خبره، د دې غورځنګ غړیو د ډسمبر په شپږمه نېټه په کراچۍ او دغه راز ځینو نورو سیمو کې په خپلو غونډو کې د پاکستان حکومت پر ضد څرګندونې کړي نو ځکه یې د نیولو حکم صادر شوی دی.

عریضه کې پر دوی تور پورې شوی چې ګواکې په خپلو غونډو کې یې د پاکستان د حکومتي ادارو، پوځ، او رینجرز پولیسو پر ضد الفاظ کارولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د همدې عریضې پر بنسټ د یاد غورځنګ مخکښ علي وزیر د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوی او لا هم په زندان کې شپې تیروي.

د هغه د نیول کېدو وروسته پي ټي ایم او ګڼ شمېر پښتنو ستر ولسي اعتراضونه هم تر سره کړل خو لا هم ندی خوشی شوی.

له بلې خوا بیا د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي د پاکستان حکومت د پښتنو پر وړاندې په ظلم تورنوي او تل په خپلو غونډو او اعتراضونو کې وایي چې دوی غواړي خپل حقونه تر لاسه کړي.

د کراچۍ په ولسي غونډه کې منظور پښتین دا هم ویلي وو چې دوی د پاکستان حکومت د تاریخ بیانولو په سر چې په کتابونو کې لیکل شوی تورن دي او وایي دا هغه څه دي چې پاکستاني لوري په حقیقت کې ترسره کړي دي.

د پي تي ایم د غړیو د نیول کېدو حکم چې تازه صادر شوی د ګڼو پښتنو غبرګونونه راپاراولي او وایي دوی به هېڅ کله د پاکستان پولیسو ته اجازه ورنکړي چې غړي یې ونیسي.

د دې غورځنګ یو غړي د لاور داوړ پر خپل ټویټر لیکلي چې پاکستان دې خپله فیصله بېرته واخلي کنه دوی به یې پر وړاندې اعتراضونه لا پسې جدي کړي.

هغه لیکلي: ((پاکستاني پولیسو ته به کله هم اجازه ورنکړل شي چې د غورځنګ غړي بې ګناه ونیسي، دوی تل خپل ظلمونو ته دوام ورکړی خو موږ یې پر وړاندې د سوله ایزو لارو کار اخیستی خو که مجبور شو موږ هم خپل اقدامات جدي کوو.))

پښتون ژغورنې غورځنګ دغه راز ادعا کوي چې پاکستاني حکومت او استخباراتي ادارو یې زرګونه مشران نیولي او لا یې هم مړي ژوندي غیب کړي دي.

دوی دا هم وایي چې اکثره پښتانه د پوځ له لوري په نښه کیږي او د نا څرګندو وسلوالو په نوم یې وژني چې په خبره یې دا د پوځ یو پلان شوې پروژه ده

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.