پاکستاني چارواکو سره د خلیلزاد او مېلر لیدنه؛ ‘د تاوتریخوالي کمېدو غوښتنه وشوه

دآزادی راډیو

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر پرون په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه سره ولیدل.

په اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت د دې کتنې په اړه ویلي چې دواړو خواوو په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې ده.

ازاد خبریال طاهر خان چې په دې اړه‌یې د امریکا د سفارت اعلامیه کتلې، ازادي راډیو ته وویل: “دواړو خواوو په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه وکړه او ټینګار یې پرې وکړ. همداراز یې ویلي چې دواړو خواوو د بهرنیو پوځیانو له وتلو وروسته د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه د لارې د نقشې په باب خبرې وکړې، البته په بیانیه کې نه‌دي ویل شوي چې د لارې د کومې یا څرنګه نقشې په اړه.”

د امریکا سفارت د اعلامیې پر اساس، خلیلزاد، مېلر او د پاکستان پوځ لوی درستیز افغانستان ته د پاکستان د صدراعظم عمران خان پر کېدونکي سفر هم خبرې وکړې.
ټاکل شوې ده چې عمران خان د افغانستان د ولسمشر اشرف غني په بلنه کابل ته سفر وکړي.

دواړو خواوو بین‌الافغاني مذاکرات په افغانستان کې د سولې لپاره یو تاریخي فرصت بللی او د هغو هېوادونو د ملاتړ غوښتنه‌یې کړې چې د افغانستان له سولې سره مرسته کولای شي.

د پاکستان پوځ د مطبوعاتي څانګې د راپور له مخې، دوی په دې کتنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر امنیتي ترتیباتو، د سیمې امنیت او د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې وکړې.

عبدالله له هندي چاراکو سره پر افغان سوله او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کوي

نرېندرا مودي: هغه سوله چې افغانان‌یې ومني د هند لپاره هم د منلو ده

خلیلزاد تر دې وړاندې په قطر کې د افغانستان دولت او طالبانو له مرکچي پلاوو سره په کتنه کې هغوی د سولې په خبرو کې د ولاړ حالت پای ته رسولو ته وهڅول.

د افغانستان د سولې خبرې له څه باندې یوې میاشتې راهیسې په دوحه کې پیل شوي، خو لا هم دواړه خواوې د رسمي خبرو د اجنډا او کړنلارې پر سر موافقې ته نه‌دي رسېدلي. په عین وخت کې له ژمنو سره سره تاوتریخوالی نه‌دی کم شوی.

پاکستان ته د زلمي خلیلزاد او سکاټ مېلر تر سفر وړاندې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله هم اسلام‌اباد ته سفر وکړ او د دغه هېواد چارواکو د سولې په پروسه کې د کلکې همکارۍ ژمنې ورکړې.

ښاغلي عبدالله پرون په نوې ډېلي کې د هند له صدراعظم نرېندرا مودي سره وکتل.
د پاکستان پوځ وايي، زلمي خلیلزاد او سکاټ مېلر د پاکستان پوځ له لوی درستیز سره په کتنه کې د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان رول مثبت وباله.

خلیلزاد پاکستان ته تر تګ مخکې د دوشنبې په ماښام په دوحه کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره د افغانستان د حکومت او طالبانو د خبرو په اړه د نظر تبادله وکړه او په افغانستان کې یې د تاوتریخوالي پر کمېدا ټینګار وکړ.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.