ټرمپ به له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو مهالوېش په نوومبر کې اعلان کړي

 

تاند- د امریکا د یوې معتبرې خپرونې د راپور له مخې، د دغه هیواد ولسمشر ډانلډ ټرمپ غواړي چې په نوومبر میاشت کې د کانګریس له منځپړاوه انتخاباتو وروسته له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو مهالوېش اعلان کړي.

نیوزویک د باوري سرچینو له قوله ویلي چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل به له ۲۰۲۰ م کال څخه پیل شي.

امریکا هیله لري چې له طالبانو سره د سولې خبرې به بریالۍ شي او د خبرو په نتیجه کې به له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو مهالوېش وټاکلی شي.

خو امریکا او ناټو په ځلونو ویلي، تر څو چې طالبان له جګړې لاس اخیستلو ته تیاري ونه ښيي، له افغانستانه به خپل پوځیان ونه باسي.

د افغانستان د سولې لپاره د بهرنیو چارو د ځانګړي سلاکار په توګه د زلمي خیلزاد ټاکنې وښودله چې امریکا له طالبانو سره د سولې په خبرو کې جدي ده.

خو په اوس وخت کې هم روسیه او هم ایران غواړي چې له امریکا څخه په افغانستان کې، چې د امریکا خوږ ګوته ګڼل کېږي، انتقام واخلي.

روسیه د اوکراین او نورو هیوادونو پر سر له امریکا سره اختلافات پالي او د امریکا د بندیزونو په وړاندې عکس العمل ته اړتیا ویني. ایران هم د امریکا د بندیزونو په وړاندې تر بل هر ځای به افغانستان کې له امریکا په اسانه غچ اخیستلی شي.

افغان او امریکايي چارواکي وايي چې اوس د طالبانو په ملاتړ کې پاکستان یوازې نه دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.