ټرمپ، غني ته وویل، د نورو پوځیانو په درلېږلو غور کوم

 

 

تاند- امریکايي رسنۍ وايي چې د دغه هیواد ولسمشر د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره په ټېلفوني خبرو کې ویلي چې دغه هیواد ته د نورو پوځیانو پر لېږلو به غور وکړي.

ګڼو امریکايي رسنیو د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې په قول ویلي چې ډونالډ ټرمپ په انتخاباتو کې تر بري وروسته تېره میاشت (دسمبر) چې لا یې واک نه و ترلاسه کړی د افغانستان ولسمشر اشرف غني ته ټېلفون وکړ. ښاغلي غني د خپل هیواد د امنیتي وضعیت د تشریح کولو په ترڅ کې ورته وویل چې امنیتي وضعیت مخ په خرابېدو دی.

راپور وايي چې دونالد ټرمپ افغان ساري ته وویل چې د افغانستان د امنیتي وضعیت د خرابېدا د مخنیوي لپاره به دغه هیواد ته د نورو پوځیانو پر لېږلو غور وکړي.

امریکا د ۲۰‍۱۴ کال په پای کې د ولسمشر اوباما په امر اکثره پوځیان له افغانستانه وایستل خو د جان مکین په ګډون ډېری جمهوریپال مشران له دې پرېکړې سره موافق نه ول.

ښاغلي ټرمپ د افغانستان په اړه نه د انتخاباتي کمپاین او نه له واک ته رسېدو وروسته ډېر څه ویلي. خو څو ورځې مخکې تر دې چې واک رسماً ترلاسه کړي، د لندن ټایمز ورځپاټڼې ته وویل «زه یوازې افغانستان ته پام لرم او ستاسو پام طالبانو ته دی….»

ده همداراز وویل«د افغانستان حالات سم لور ته روان نه دي. هیڅ شی سم نه دي. فکر کوم موږ له ۱۷ کلونو راهیسي په افغانستان کې یوو.»

امریکا حاضردمه په افغانستان کې ۸۴۰۰ پوځیان لري چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه روزي او لارښوونې ورته کوي.

د دغو پوځیانو په منځ کې یو شمېر د القاعده او داعش پر ضد په عملیاتو کې برخه اخلي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.