يو شمېر وکیلانو د ولسي جرګې پر مشر سختې نیوکې وکړې

دآزادی راډیو

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړو د دې جرګې د مشر میر رحمان رحماني د وروستیو څرګندونو په اړه سختې نیوکې وکړې.

د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني لخوا د لنډمهالي حکومت څخه د ملاتړ خبرو، د دې جرګې د یو شمېر غړو غبرګون راپارولی دی.

ښاغلی رحماني پرون د لنډ مهالي حکومت د طرحې ترلاسه کولو خبر ورکړ.

د ولسي جرګې معترض استازي وایي، ښاغلي رحماني په خپل سر ځان د جرګې د سولې د کمېټې مشر ټاکلی او پرته له دې چې د ولس د استازو نظر په پام کې ونیسي د موقت حکومت له طرحې یې ملاتړ کړی.
د جرګې غړې مریم سما د دوشنبې د ورځې عمومي غونډې ته وویل: “ښاغلی رحماني ناسته مو ترسره کړه او په خپل سر مو ځان د سولې کمیټې مشر کړ او له لنډمهالې ادارې مو ملاتړ وکړ. تاسي څوک یاست چې د مجلس له ادرسه داسي پرېکړه کوئ؟ د خلکو د ګټو خلاف پرېکړه مه کوئ. خلک له لنډمهالي حکومت څخه ترخه تجربه لري. اوسنی نظام د خلکو د قربانیو په پایله کې ترلاسه شوی، که دا قربانیاني نشئ درک کولی نو استعفاء ورکړئ.”

د ولسي جرګې بل غړی عبدالروف شپون وويل: “ښاغلی مشره، اغېزمن زموږ خلک دي. زه ډېر نا راحته یم، د کمېټې د جوړېدو په اړه بل څه اورو، د خلکو له راتلونکي سره لوبې مه کوئ، د لنډمهالې ادارې په اړه وضاحت ورکړئ د مجلس لخوا د پرېکړې حق نه لرئ.”

ولسي جرګې پرون د سولې مذاکراتو د دواړو لورو ترمنځ د منځګړیتوب کمېټه جوړه کړه.

ښاغلي رحماني ویلي، چې دا ۲۱ کسیزه کمېټه به په مستقیم ډول د سولې بهیر کې ونډه اخلي.

یو شمېر وکیلانو د دې کمېټې د جوړښت د څرنګوالي په اړه هم نیوکي وکړې او ويې ويل، چې د ټولو ولایتونو استازو ته باید یادې کمېټې کې غړیتوب ورکړل شي، که داسې ونه شي نو دوی ته به د منلو نه وي.

د ولسي جرګې مشر د دې نیوکو په ځواب کې وویل، چې هغه له جمهوریت او په دې طرحه کې له لنډ مهالي حکومت څخه نه بلکې له ملي شورا ملاتړ کړی.
د جرګې مشر مير رحمان رحماني وویل: “پرون نه مطبوعاتي کنفرانس و او نه هم د سولې په نوم کمېسیون جوړ شوی، پرون ما وویل چې چې هغه طرحه چې په هغې کې د لنډمهالي حکومت یادونه شوي ماته رارسېدلې ده، په داسې حال کې چې هغې طرحه کې د اوسني نظام او ملي شورا د بقا یادونه شوې وه ملاتړ یې کوم، ما وویل چې دا طرحه ډېرې ستونزې لري چې په اړه یې باید خبرې وشي او هغه طرحه چې د ټولنې د ټولو اقشارو د منلو وړ وي کار دې پرې وشي.”

په ولسي جرګې کې د دې جنجالولو په دوام د جمهور رئیس سلاکار وحید عمر په خپله ټويټر پاڼه لیکلي، د نظام او شل کلونو لاسته راوړنو په موخه د ولسي جرګې د غړو له ملاتړ څخه مننه کوي.

ښاغلي عمر ټینګار کړی، چې د نظام د پیاوړتیا لپاره باید خلک یو موټی شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.