ولسي جرګه ټرمپ ته: پام کوه، افغانستان د امپراتوریو هدیره ده

 

تاند، چهارشنبه، د اسد ۲ مه: افغان ولسي جرګې نن د امریکا ولسمش ټرمپ ته د هغه له سپکاوي ډکو څرګندونو په تړاو ګواښ کړی چې خپلو خبرو سره دې پام وکړي ځکه افغانستان د امپراتوریو هدیره ده.

ولسي جرګې خپل ننني مجلس کې د امریکا د ولسمشر دا خبره چې ګواکې افغانستان د نړۍ له مخې محوه کولی شي، ویلي چې دا ډول څرګندونې غیر مسوولانه، زورګويي او له ټولو نړیوالو اصولو او افغانستان سره د امریکا له ستراتیژیک تړون سره په ټکر کې دي.

د ولسي جرګې وکیلانو ویلي، ټرمپ باید د افغانستان تاریخ ولولي ځکه دا هېواد همېش د امپراتوریو هدیره پاتې شوې ده.

د ولسي جرګې غړي سید احمد سېلاب په دې تړاو وویل، د ټرمپ خبرې بې ادبانه او له ټولو اصولو سره په ټکر کې دي: (( که څه هم ټوټه شویو امپراتوریو ټرمپ ته درس ورکړی که افغانانو سره بده رویه وکړي انجام به یې څه وي؟ مګر ده سبق نه دی اخیستی.))

د ولسي جرګې بل غړی عبدالقیوم سجادي وايي، دا به ډیر غیر مسوولانه کار وي چې ټرمپ له امریکا او نړیوالې ټولنې سره د افغانستن څو اړخیزه اړیکې له پامه وغورځوي او له ټولو اصولو خلاف داسې څرګندونې وکړي چې د ټولو افغانانو احساسات ټپي کړي: (( امریکا او خلک یې باید درک کړي چې افغانان تروریزم سره مبارزه کې په لومړۍکرښه ولاړ دي او که مرسته ورسره ونه شي، نو بیا دوی مجبور دي چې ترهګرو سره نیویارک، واشنګټن، پاریس او لندن کې مبارزه وکړي.))

بلخوا د ولسي جرګې لومړی مرستیال امیر خان یار هم د ټرمپ څرګندونې غندلي او ویلي یې دي چې د ټرمپ څرګندونې د افغانستان په هکله د امریکا د خلکو نظر نه وړاندې کوي، خو په وینا یې امریکا باید پوه شي چې افغانستان کې دا هېواد او نړیواله ټولنه د ځینو اصولو په اساس پراته دي: (( امریکا باید خپلې ټولنې کړنې د دغو اصولو سره برابرې کړي.))

په اخره کې ولسي جرګې نن د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون اعلامیه هم صادره کړه او له کانګرس څخه یې په کې وغوښتل چې ټرمپ ته د داسې غیر مسوولانه څرګندونو اجازه ور نه کړي چې د دواړو هېوادونو اړیکې خرابولی شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.