«ولسمشر« څو چې طالبانو اوربند نه وي اعلان کړی، پر ضد یې عملیات جاري ساتئ

 
تاند- د افغانستان ولسمشر د هیواد ملي وسله والو ځواکونو ته امر کړی چې تر هغو د طالبانو پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړي چې دې ډلې د افغانستان د دولت اوربند ته مثبت ځواب نه وي ویلی.

ولسمشر محمد اشرف غني پرون /دوشنبه/ د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۹ یمې کالیزې په مناسبت غونډې ته په وینا کې اعلان وکړ چې له نن /دوشنبې/ څخه د حضرت پیغمبر د میلاد تر ورځې (ربیع الاول ۱۲) پورې په دې شرط اوربند اعلانوي چې طالبان هم اوربند وکړي.

ارګ نن /دوشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر غني د ویدیو کنفرانس له لارې له والیانو، د ملي او دفاعي ځواکونو له مشرانو، امنیتي مسوولانو، د ولایتي شوراګانو له غړیو او د ولایتونو د سولې د عالي شوراګانو او د علماوو د شوراګانو له غړیو سره خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې په دې ویدیوکنفرانس کې د اختر په شپو – ورځو کې د امنیتي وضعیت او د احتمالي اوربند په اړه خبرې وشوې.

د ارګ د خبرپاڼې پر اساس، د ویدیوکنفرانس په مهال د سولې د عالي شورا ريیس کریم خلیلي، د علماوو د سراسري شورا رييس قیام الدین کشاف، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او همداراز د امنیتي او دفاعي ادارو چارواکي حاضر ول.

ولسمشر غني ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته لارښوونه وکړه چې د طالبانو پر ضد تر هغو عملیاتو ته دوام ورکړي چې دې ډلې د اوربند اعلان نه وي کړی.

وسله والو طالبانو تراوسه پورې اوربند نه دی اعلان کړی خو د کوټې د شورا ځینو غړیو ویلي چې د اوربند په اړه بحثونه شوي او ممکن د طالبانو مشر ملا هیبة الله اخوندزاده ژر اوربند اعلان کړي.

دوی دا هم ویلي چې د طالبانو اوربند به یوازې د ۴ ورځو لپاره وي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت د ۳ میاشتو لپاره اوربند اعلان کړی دی.

د اوربند او تر هغو چې طالبانو اوربند نه وي اعلان کړی د عملیاتو د جاري ساتلو په اړه د ولسمشر غني حکم د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې هم ټولو ولایتونو ته رسولی دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.