ولسمشر: نور ګاونډیانو ته وړیا اوبه نه شته، یا به پیسې راکوي یا تېل

 

تاند ( چهارشنبه، د حمل ۴) افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، له دې وروسته به ګاونډیانو په خاصه کې ایران ته وړیا اوبه نه ورکوي او بدل کې به یې یا تېل ترې غواړي او یا هم پیسې.

هغه چې نن یې په نیمروز ولایت کې کمال خان بند پرانیست، په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د وینا پر مهال وویل چې ددې بند د پاتې برخو چارې به هم ډېرې ژر بشپړې شي او ورسره به د زرګونه هکتاره ځمکې د خړوبولو زمینه برابره کړل شي.

نوموړي زیاته کړه چې افغانستان د اوبو د مدیریت لپاره مهم پلانونه لري او ډېر ژر به افغانستان په زراعتي برخه کې پر ځان بسیا شي.

ولسمشر غني یو ځل بیا ایران ته په خطاب وویل چې له هوکړې له مخې به تر ټاکل شوې اندازې اوبه ورپرېږدي خو تر هغه ډېرې به د پیسو په مقابل کې پر دغه هېواد پلورل کېږي.

هغه پر وسلوالو طالبانو هم غږ وکړ چې له جګړو لاس واخلي او افغانستان جوړېدو ته اړتیا لري چې ددې کار لپاره د جګړو ختمېدل مهم دي.

ولسمشر د امریکا وروستۍ طرحې ته یو ځل بیا په اشارې سره زیاته کړه چې دا کاغذونه ډېر راغلي او لا به راځي خو دوی د افغانستان د جوړولو او باعزته سولې لپاره کار کوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.