ولسمشر غني: سوله ولسي کړئ او په ټاکنو کې مو ګډون غواړم

 

دآزادی راډیو

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د مخالفینو سره د سولې لپاره يې بې ساری تاریخي وړاندیز کړئ او د جګړې د دوام لپاره پلمه نه ده پاتې.

ولسمشر غني یادې څرګندونې نن د یکشنبې په ورځ پکتیا ته د سفر پر مهال د خلکو او قومي مشرانو په یوه غونډه کې وکړې.

کابل پروسه: طالبانو ته د سولې د پلان مهم وړاندیزونه!

نوموړي وویل، تر دې وروسته د جګړې دوام د دین او ولس سره مخالفت دی او دی له خلکو غواړي چې د سولې لپاره ولسي فشار وارد کړي.

جمهور رئيس غني وویل:

“اول دا چې سوله ولسي کړئ، کوم وړاندیز چې ما کړئ، هیله ده چې په تاریخ کې به بې ساری وي، تر دې وروسته ولې وینه تویه شي، پس له دې نه که هر څوک وینه تویوي، هغوی د خدای ج مخالفت کوي او د ولس مخالفت کوي او له ستاسو هر یو غواړم چې ولسي فشار په سوله راوړئ.”

ولسمشر په خپلو خبرو کې د ټاکنو مسئله هم یاده کړه او له خلکو يې وغوښتل چې په روان لمریز کال کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو او په راتلونکي کال کې په ولسمشریزو ټاکنو کې په پراخه کچه برخه واخلي.

ده زیاته کړه:

“شفاف انتخابات، په ۱۳۹۷ کال کې د ملي شورا او ولسوالیو د شوراګانو او په ۱۳۹۸ کال کې د ولسمشرۍ انتخابات دي، ګډون مو غواړم، مینه مو غواړم، ځکه افغانان باید دا ثابته کړي چې موږ اساسي قانون ته ژمن یو، په اساسي قانون کې د ټولو افغانانو په هر ځای کې چې وي، هیلې ترسره کېږی.”

بل لوري د پکتیا اوسېدونکي وړاندیز کوي چې ټاکنې دې په حوزوي بڼه ترسره شي، څو د هرې سیمې خلک وکولای شي چې په پارلمان کې استازی ولري.

ولسمشر محمداشرف غني چې افغان حکومت د یو شمېر وزیرانو او لوړ پوړو چارواکو په ملتیا پکتیا ته تللی دی، په یاد ولایت کې يې د بیارغونې یو شمېر پروژې هم پرانیستې.
ټاکل شوې ولسمشر به د یکشنبې او دوشنبې په ورځو کې د پکتیا د خلکو او مدني ټولنو له بېلابېلو ګروپونو سره جلا جلا کتنې ولري.

ولسمشر له غرمې وروسته د دیني عالمانو، ښځینه مدني فعالانو او قومي مشرانو سره کتنې وکړې.

راپور: نجیب الله الوخېل

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.