ولسمشر غني د دفاع وزیر او لوی درستیز استعفاوې ومنلې A
تاند- د افغانستان د دفاع وزیر او لوی درستیز استعفاوې ولسمشر محمد اشرف غني ومنلې.
ارګ نن /دوشنبه/ وویل چې دفاع وزیر عبدالله حبیبي او لوی درستیز قدم شاه شهیم د جمعې په ورځ په بلخ ولایت کې پر اهین قول اردو د تروریستانو له حملې وروسته ولسمشر غني ته استعفاوې وړاندې کړې.
شاهدان او روغتوني سرچینې وايي چې د بلخ د جمعې د ورځې په وحشیانه برید کې لږترلږه ۱۶۵ تنه ځوانان شهیدان شوي دي.
ناتایید شوي راپورونه وايي چې د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین طارق شاه بهرامي د دفاع سرپرست وزیر او شریف یفتلي سرپرست لوی درستیز ګومارل شوي دي.
دا هم ویل کېږي چې د افغانستان د ټولو قول اردوګانو قوماندانان ګوښه کړای شوي او پر ځای یې نوي کسان یا معرفي شوي یا معرفي کېږي.
نظرات بسته شده است.