هنټر: د امریکايي پوځیانو د وتلو پرېکړه د افغانستان راتلونکي حکومت کولی شي

 

تاند- په ملګروملتو کې د امریکا د استازندوی پلاوي همږغوونکی (کواردینټر) وايي، له طالبانو سره په خبرو کې د امریکايی پوځیانو د وتلو په اړه هیڅ راز موافقه نه ده شوې ځکه چې دا مسله د افغانستان له راتلونکي حکومت سره تړلې ده.

رادني هنټر په قطر کې د طالبانو له استازو سره د زلمي خلیلزاد خبرو ته په اشارې وویل چې امریکایانو په دې خبرو کې له طالبانو سره کومه موافقه نه ده کړې.

ده ټینګار وکاوه چې په دې اړه پرېکړه د افغانستان راتلونکی حکومت چې د سولې د موافقې په نتیجه کې رامنځته کېږي، کولی شي.

په ملګروملتو کې د امریکا د استازندوی پلاوي مشر وویل، واشنګټن به ژر د افغانستان له خاورې څخه د نورو هیوادونو پر ضد د حملو نه کولو په اړه د طالبانو د ژمنې د مسودې متن نهايي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سُهیل شاهین په وروستیو ورځو کې په یوه مرکه کې وویل چې د قطر په راتلونکې پړاو (اووم) خبرو کې به پر دوو مسلو، چې یوه یې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو مهالوېش دی، وروستۍ موافقه وشي.

شاهین د قطر په خبرو کې د امریکايي پوځیانو پر وتلو جوړجاړی د دې خبرو تر ټولو د لوی پرمختګ مثال بللی و.

خو هنټر د چهارشنبې په ورځ (جون ۱۹) د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو د ابهام په اړه په امنیت شورا کې د هند د استازي له انتقاده وروسته د ملګروملتو امنیت شورا ته وویل، امریکا طالبانو ته ویلي چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر کموي:«امریکا طالبانو ته په زغرده ویلي چې موږ تیار یوو چې د خپلو پوځیانو شمېر کم کړو؛ خو دا مو نه ده منلې چې د ټولو ځواکونو د ایستلو لپاره مهالوېش ټاکو.»

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.