هالنډ د افغان حکومت د سولې او ثبات له پروګرامونو ملاتړ کوي

 

 

کابل (پژواک، ١١ زمرى ٩٦): په کابل کې د هالنډ هېواد سفير، د افغان حکومت د سولې او ثبات له پروګرامونو څخه د خپل هېواد د ملاتړ د اعلان ترڅنګ ويلي، نړيواله ټولنه هيله لري چې د افغانستان ګوندونه بايد په ګډه له اوسني حالت څخه د وتلو لپاره کار وکړي.

په افغانستان کې د هالنډ سفير جفري وان ليوون (Geoffrey van Leeuwen) نن په کابل کې له يو شمېر رسنيو سره د خبرو پر مهال وويل، چې هالنډ د ناټو سازمان په چوکاټ کې له افغانستان سره خپلو اوږدمهالو ژمنو عملي کولو ته چمتو دى.

نوموړي زياته کړه، افغانستان په وروستيو پنځلسو کلونو کې د پوهنې، روغتيا او بيان ازادۍ په برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي، خو بيا هم د يادو پرمختګونو پر وړاندې ګواښونه موجود دي.

هغه زياته کړه، هالنډ د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو د مشورې او روزنې په برخه کې کار کوي او په افغانستان کې به د اړتيا تر مهاله پاتې شي.

اوسمهال شاوخوا سل هالنډي پوځيان په بلخ ولايت کې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو ته پر مشورې ورکولو او روزنې بوخت دي.

د هالنډ سفير وويل، هېواد يې تېر کال ژمنه کړې چې په راتلونکو څلورو کلونو کې به له افغانستان سره ٣٠٠ ميليون ډالره مرسته کوي. د هغه د معلوماتو پر بنسټ، هېواد يې په تېرو پنځلسو کلونو کې له افغانستان سره له يو ميليارد ډالرو زياته مرسته کړې ده.

نوموړي وويل، اوسمهال د هالنډ مالي مرستې د “پيسو وجهي صندوق” LOTFA، له لارې د افغان ملي اردو او ملي پوليسو د اړتيا او معاشونو د ورکړې په برخه کې لګول کېږي.

نوموړي دغه راز د ترهګرو له لوري د عراق پر سفارت د بريد په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل، د ملي پوليسو ځانګړې قطعې په دغه برخه کې ډېر مسلکي ګام پورته کړى دى.

د دغه بريد په پايله کې چې مسووليت يې د داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخيستى، څلور بريد کوونکي او د ياد سفارت دوه سيمه ييز کارکوونکي وژل شوي او شا وخوا څلور ساعته يې دوام وکړ.

هغه وويل، داعش ډله په عراق او سوريې هېوادونو کې تر فشار لاندې ده او په افغانستان کې هم سخت زيانونه ورته اوښتي، چې شايد ياد بريد پر يادې ډلې د فشارونو راکمولو په موخه ترسره شوى وي.

په کابل کې د هالنډ سفير په وينا، له دې وړاندې به چې کله دا ډول پېښه رامنځته کېده نو له افغان ځواکونو سره به ناټو او بهرنيو ځواکونو مرسته کوله، خو افغان ځواکونو پرون په ډېره مسلکي توګه ټول عراقي يپلوماټان وژغورل او بريد کوونکي يې له منځه يوړل.

د هالنډ سفير زياته کړه چې هر هېواد د داسې ځواک پر لرلو وياړي، افغان امنيتي ځواکونه په خپل هېواد کې د امنيت د تامين وړتيا لري.

هغه وويل، په ٢٠١٣ کال کې له رسنيو داسې خبرې خپرېدې چې که د افغانستان امنيت افغان امنيتي ځواکونو ته وسپارل شي، هېواد به د وسله والو مخالفينو لاس ته ورشي، خو ثابته شوه چې دا ځواکونه د جګړې د مديريت وړتيا لري.

د هغه په خبره، د دغو پرمختګونو تازه بېلګې د عراق پر سفارت د بريدګرو د بريد مهارول، د کندوز او شمال ختيځو سيمو د پام وړ امنيتي لاسته راوړنې دي.

جفرى فان ليون، د افغانستان سياسي پروسې يوه کورنۍ موضوع وبلله، خو ويې ويل چې هېواد يې له دې پروسو څخه څارنه کوي.

هغه زياته کړه:((نن په مزار شريف کې د ګوندونو ناسته وه، دا يو ښه کار دى، ځکه چې ناستې او لاريونونه د ديموکراسۍ يوه برخه ده… د داسې پروګرامونو په جوړېدو سره اپوزيسيون او رسنۍ د حکومت پر کړنو نيوکه کوي، څو اصلاحات رامنځته شي.))

نوموړي هيله څرګنده کړه چې د افغانستان ټول سياسى ګوندونه دې د اوسنيو سياسي ستونزو د وتلو په موخه په ګډه کار وکړي، څو حل لاره ومومي، دا هغه څه دي چې لوېديځ هېوادونه او نړيواله ټولنه يې انتظار لري.))

هغه زياته کړه چې د افغانستان ټول سياستوال دې تېر هېر کړي، د هېواد د روښانه راتلونکي لپاره دې ګډې هڅې وکړي.

هغه وويل چې هالنډ د حکومت په مشرۍ د افغان دولت د سولې او ثبات له ټولو پروګرامونو ملاتړ کوي چې غوره بېلګه يې د دولت له سولې پروسې سره د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار يو ځاى کېدل دي.

نوموړي همدارنګه په ډاګه کړه چې هالنډ په هر هېواد کې د ټاکنو له پروسو لرې دى، خو په افغانستان کې د ولسواليو شوراګانو او ولسي جرګې له ټاکنو ملاتړ او څارنه کوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.