نی اداره وایي حکومت دې د رسنیو امنیت خوندي کړي

تاند(چهارشنبه، د اسد ۲۲) د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنه يا نی له کورنیو چارو وزارت غوښتنه کړې چې باید د رسنیو او خبریالانو امنیت ته لومړيتوب ورکړي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې یا نی په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، حکومت د رسنیو امنیت ته پاملرنه نه کوي او د افغانستان رسنۍ او خبریالان په هر وخت کې له ګواښونو سره مخ وي.

هغوې وایي، کورنیو چارو وزرات دې د رسنیو او خبریالانو د امنیت په برخه کې لازم ګامونه پورته کړي.

دغه مرکز وروسته تر هغه دغه خبرپاڼه خپره کړې چې دوې ورځې وړاندې د بغلان په پلخمري ښار کې د دوو سیمه‌يیزو رسنیو د دفتر مخې ته یو ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې وه چې دغه رسنیو ته یې ګڼ مالي زیانونه اړولي وو.

یاد مرکز دغه راز له کورنیو چارو وزارت غوښتنه کړې چې د بغلان د پېښې پخلی وکړي او عاملین یې ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې ډېری وخت د افغانستان رسنۍ او خبریالان د وسله‌والو ډلو او زورواکو له لورې له ګواښونو سره مخ کیږي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.