ننګرهار کې د داعش او ملکي وګړو تر منځ جګړه کې ۲۱ کسان وژل شوي

 

 

(پژواک، ۶ غبرګولی ۹۶): د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د داعش وسله والو او ملکي وګړو تر منځ نښته شوې چې په ترڅ کې یې ۱۵ داعشيان او د يوې مېرمنې په ګډون ۶ ملکي وګړي وژل شوي دي.

چارواکي دغه راز وايي چې په دې نښته کې يو ملکي وګړی ټپي شوی هم دی.

د ننګرهار د والي والي وياند عطاالله خوږياڼي د غبرګولي په ۶مه پژواک اژانس ته وويل چې د اچین ولسوالۍ په وچ کوټ سیمه کې د داعش وسله والو او ملکي وګړو تر منځ تېره ورځ نښته شوې ده.

هغه زياته کړه چې د نښتې په ترڅ کې د ملکي وګړو له لوري پنځلس داعشیان وژل شوي چې د يو شمېر وسله والو جسدونه اوس هم په سيمه کې پاتې دي.

د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، یاده نښته چې تېره ورځ شاوخوا درې بجې پيل شوه او شپږ بجې پای ته ورسېده، په جګړه کې د یوې مېرمنې په ګډون شپږ ملکي وګړي هم وژل شوي او یو بل ټپي دی .

د والي وياند وايي چې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د قومي مشر بهرام ګل په مشرۍ د ولسي وګړو له لوري د داعش د له منخه وړو په موخه د تېرې ورځې ترسره شوې جګړې ستاینه کړې، خو په پېښه کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله يې ژوره خواشیني ښودلې ده.

نوموړي وويل، والي تر پېښې وروسته لسګونه مؤظفین سیمې ته لېږلي چې په ترڅ کې پاتې داعشیان د وچ کوټ د جګړې له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.