ناټو: طالبان دې د نړیوالو ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي

 

تاند ( سه شنبه، د حمل ۲۳) د ناټو عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ چې بروکسل کې یې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې وینا کوله وویل، طالبان باید د تاوتریخوالي کچه راټیټه کړي.

هغه دغه راز ټينګار وکړ چې طالبان باید د نړیوالو ترهګرو ډلو له ملاتړ څخه هم لاس واخلي.

سټولټنبرګ ویلي، طالبانو تر اوسه پورې له نړیوالو ترهګرو په ځانګړې توګه القاعده او داعش سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړې.

هغه پر طالبانو غږ وکړ، چې باید له القاعده او داعش ډلې سره اړیکې پرې کړي.

سټولټنبرګ د سولې خبرو پر چټکتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې افغان جګړه نظامي حل لاره نه لري او په خبره یې دغه ستونزه باید له ډیپلوماټیکو لارو حل شي.

بل لورته بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکن همدې غونډې ته په وینا کې ویلي، مې میاشت کې له افغانستانه د سرتېرو ایستل ستونزمن دي.

بلنکن زیاته کړه چې افغانستان ته له خپلو متحدینو سره یو ځای راغلي او په ګډه به له افغانستانه وځي.

د هغه په وینا، باید ډاډ ترلاسه شي چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو پر مرکز نه بدلېږي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.