ناټو: افغانستان او پاکستان دې د کړکېچ کچه ټيټه کړي

 

کابل (پژواک، ٤ کب ٩٥): ناټو له افغانستان او پاکستان څخه غواړي چې د روان کړکېچ کچه ټيټه کړي؛ ځکه زیاتوي چې ترهګري یوه سيمه ييزه ستونزه ده او سيمه ييز هواري ته اړتيا لري.

دغه څرګندونې په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو يوه وياند ډګر جنرال چارلېس کليولينډ د کب په ٤مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.

نوموړي د افغانستان او پاکستان وروستيو ترينګلو اړيکو ته په اشارې سره له دواړو هېوادونو وغوښتل چې د کړکېچ کچه ټيټه کړي.

هغه زياته کړه چې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نيکولسن د پاکستان د پوځ له مشر سره خبرې کړې او په پاکستان کې يې د وروستيو امنيتي پېښو له امله د ملکيانو پر مرګ ژوبلې خواشيني څرګنده کړې ده.

تېره اونۍ د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د ځانمرګو بريدونو له امله شاوخوا ٥٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، پاکستان ادعا کوي چې د دغو بريدونو تر شا د پاکستان د جماعت الاحرار ډلې لاس دى چې په افغانستان کې پټه ده.

تر يادو پېښو وروسته پاکستاني ځواکونو د ننګرهار او کونړ ولايتونو پر سرحدي سيمو بريدونه پيل کړي او افغانستان ته تلونکې ټولې لارې يې بندې کړې دي.

جنرال کليولينډ د ناټو د قوماندان او د پاکستان د پوځ تر منځ د خبرو اترو جزئيات په ډاګه نه کړل خو زياته يې کړه چې دواړو پوځي مشرانو پر دې موافقه وکړه چې د ترهګرۍ پر ضد به ګډه مبارزه کوي.

افغانستان او امريکا تر منځ په لاسليک شوي امنيتي تړون کې راغلي چې د بهرني هېواد د يرغل پر مهال به امريکا له افغانستان څخه دفاع کوي.

په دې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې جنرال کليولينډ وويل چې دا د حکومتونو په کچه تړون دى، د امريکا سفارت یې بايد په اړه ځواب ورکړي.

ده زياته کړه: ((موږ له افغانستان او پاکستان څخه غواړو چې د روان کړکېچ کچه ټيټه کړي، ترهګري سيمه ييزه ستونزه ده او سيمه ييز هواري ته اړتيا لري.))

د هغه په وينا، ترهګري ګډه ستونزه ده او ټولې خواوې بايد د ترهګرو پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي.

د ناټو او امريکايي ځواکونو وياند وويل چې دوى د افغان ځواکونو روزنې، مشورې او همکارۍ ته ادامه ورکړې څو وکولى شي له خپل هېواد او خلکو څخه په ښه توګه دفاع وکړاى شي.

نوموړي دا اوازې رد کړې چې ګواکې ناټو په افغانستان کې يو ځل بيا جګړه ييز ماموريت پيلوي، خو په ډاګه يې کړه چې امريکا به د ترهګرۍ پر وړاندې خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي.

خو جنرال کليولينډ وويل چې دوى د سلاکارانو د فعاليتو ساحه لږه پراخه کړې او د لوا او کنډک په کچه يې د مشورو لپاره لېږي چې تر دې مخکې یې په فراه او هلمند کې دغه کارونه ترسره کړي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.