م.م: طالبان په منظم ډول له ټولنیز ژونده د ښځو د ایستلو هڅې کوي

 

تاند(دوشنبه، د جدي ۲۷مه) د ملګروملتو د بشري حقونو کارپوهان وايي، په افغانستان کې طالب چارواکي د جنسیت د تبعیض پر اساس په سیستماتیک او منظم ډول له ټولنیز ژونده د ښځو د ګوښه کولو هڅې کوي.

د ملګروملتو کارپوهانو نن (دوشنبه) خبرداری ورکړ چې د ۲۰۲۱ له اګست څخه طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو خلاف د محدودیتونو لپاره یو لړ اقدامات عملي کړي چې له کبله یې د ښځو او نجونو ازادۍ اخیستل شوې دي.

دوی همداراز ویلي «موږ له ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي صحنو د ښځو د ګوښه کولو لپاره د (طالبانو) د پر له پسې او منظمو اقداماتو په اړه اندښنه لرو.»

د سیاسي چارو کتونکي وايي، د ښځو په اړه د طالبانو له تبعیضه ډک چلند یو له هغو اساسي عواملو څخه دی چې د طالبانو حکومت حتي د امریکا دښمنان هم په رسمیت ونه شي پېژندلی.

که څه هم طالبانو پر ټول هیواد واک ټینګ کړی، امنیت یې راوستلی، د قدرت جزیرې یې له منځه وړي خو له دې کبله چې نجونو او ښځو ته د تعلیم او کار حق نه ورکوي هیڅ هیواد د دوی حکومت په رسمیت نه شي پېژندلی او له دې کبله افغانستان په نړۍ کې منزوي شوی دی.

د دوی په باور که دا وضعیت دوام وکړي اوسنی امنیت او ثبات دوام نه شی کولی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.