م.م. د جګړو له کبله په ۵ میاشتو کې تر یو لک زیات افغانان بې ځایه شوي

 

 

تاند- ملګري ملتونه وايي، د روان میلادي کال له پیله تراوسه پورې د جګړې له کبله تر یولک زیات افغانان په خپل هیواد کې دننه بې ځایه شوي دي.

د ملګروملتو د بشري چارو د همږغۍ د دفتر له شمېرنو سره سم، چې نن / دوشنبه د مې ۲۹/ یې خپرې کړې، د جنورۍ له میاشتې څخه تراوسه پورې یو لکو ۳۲۲۹ تنه افغانان بې ځایه شوي دي.

دا شمېر د تېر کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې ۳۶ لږ دی.

د ملګروملتو د بشري چارو د همږغۍ دفتر څو مسلې د بې ځایه شویو افغانانو د شمېر د کموالي د علت په توګه یادې کړي دي.

دا اداره وايي، یو علت دا دی چې جګړې په هماغو سیمو کې دوام کړی چې تېر کال هم پکې جنګ و، او د دې معنا دا ده چې د دغو سیمو اکثره اوسېدونکي تېر کال بې ځایه شوي دي.

دوهم علت بېوزلي ده چې له کبله یې ځینې خلک نورو سیمو ته د تګ وس نه لري او مجبوره دي چې په جګړه کې د مرګ ژوبلو خطر ومني.

ملګري ملتونه دا هم وايي چې ځینو ښاري سیمو ته هم ناامني خپره شوې او له کبله یې خلک نه پوهېږي چې چیري پناه یوسي.

د ملګروملتو په وینا یوازې په کابل کې د طالبانو او داعش په تروریستي حملو کې په سلګونو ملکیان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

همداراز شمالي ولایتونه چې پخوا ارام ول اوس ناامن دي او له کبله یې خلک بې ځایه کېدو ته اړ کېږي.

د ملګروملتو د شمېرنو له مخې، سږ کال د ټولو بې ځایه شویو په سلو کې ۴۲ په شمالي ولایتونو پورې تړاو لري.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.