م.م د افغانستان د لانجې پر حل منطقوي کنفرانس رابولي

 

دآزادی راډیو

افغان حکومت تمه لري، د سيمې هېوادونه په هغه کنفرانس کې چې د ملګرو ملتونو په مرسته جوړېږي، د ترورېزم په وړاندې پر ګډه مبارزه سلا شي.

په دغه کنفرانس کې روسيې او امريکا ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د سياسي چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال په کابل کې له اجرائيه رئيس سره په کتنه کې وويل، نړيوال هڅه کوي له افغانستان او د سيمې له هېوادونو سره د ترورېزم په وړاندې په مبارزه کې همکاري وکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستيال «ميروسلاف ينچا» د څلور ورځني سفر له پاى ته رسېدو سره جوخت، د افغانستان اجرائيه رئيس د ملګرو-ملتونو له خوا د دغه سيمه ييز کنفرانس د جوړېدو خبر ورکړ.

د اجرائيه رياست وياند مجيب الرحمن رحيمي تېره شپه ازادي راډيو ته وويل چې ميروسلاف ينچا په وروستيو کې په کابل کې له اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره په کتنه کې وويل، ملګري ملتونه هڅه کوي چې د دې کنفرانس په جوړېدو کې همکاري وکړي.
نوموړي زیاته کړه:

“په هغه غونډه کې چې له اجرائيه رئيس سره يې درلوده، پر درېيو اساسي برخو بحث وشو، اول دا چې ملګري ملتونه هڅه کوي يو سيمه ييز کنفرانس جوړ کړي چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه، د امريکا متحده ايالات، اروپايي ټولنه، بريتانيا، هند او روسيه هم په کې برخه ولري، په دويم ګام کې يې وويل چې د ملګرو ملتونو نوى سرمنشي د ترورېزم په وړاندې مبارزې ته زيات اهميت ورکوي او ويلي يې دي چې په دې برخه کې به له افغانستان او د سيمې له هېوادونو سره ډېره همکاري وکړي، درېيم بحث د منطقوي اجماع او د سياسي اړيکو د ښه کېدو له لويو طرحو د ملګرو ملتونو پر ملاتړ متمرکز و.”

لا څرګنده نه ده چې د ملګرو ملتونو له خوا به دغه کنفرانس کله او چېرې جوړېږي.

تر دې مخکې د افغانستان جمهوري رياست په يوه اعلاميه کې ويلي وو چې ولسمشر محمد اشرف غني په ارګ کې د سياسي چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستيال سره په کتنه کې وړانديز وکړ چې دغه سازمان د سيمې د عمده مسايلو په باب د ګډو تصاميمو او بحث لپاره يو کنفرانس راوبولي چې د سيمې هېوادونه يې برخوال وي.

په همدې حال کې د سياسي چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال ميروسلاف ينچا د جمعې په ورځ افغانستان ته د خپل څلور-ورځني سفر په پاى کې وويل چې دغه سازمان به له افغانستان او افغانانو سره ژمن وي.

د ملګروملتونو د سياسي دفتر يا يوناما په اعلاميه کې د ينچا په حواله راغلي چې ويلي يې دي، ملګري ملتونه تيار دي چې د افغانانو په مشرۍ د سولې د هرې پروسې ملاتړ وکړي.

په هالنډ کې مېشت پخوانى ډيپلومات او سياسي تحليلګر حبيب منګل وايي، په جوړېدونکي منطقوي کنفرانس کې بايد له پاکستانه غوښتنه وشي چې په خپله خاوره کې د سخت دريځو وسله والو د پناه ځايونو د منځه وړلو اقدام وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

“په دغه کنفرانس کې دې د افغانستان د سولې او د ترورېزم په وړاندې د مبازې لپاره جدي پرېکړې وشي، ملګري ملتونه دې له پاکستانه وغواړي، د طالبانو مرکزونه چې په افغانستان کې تروريستي حملې کوي، له منځه يوسي، له کراتو-کراتو غوښتنې سره پاکستان دا کار نه دى کړى، تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د ترورېزم ضد د ملګرو ملتونو له خوا ټول تصويب شوي پرېکړه ليکونه دې په عمل کې پلي شي.”

د سياسي چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال افغانستان ته د سفر پر مهال د ولسمشر او اجرائيه رئيس تر څنګ د بهرنيو چارو له وزير صلاح الدين رباني، له ځينو نورو دولتي چارواکو، د انتخاباتو خپلواک کمېسيون له نويو کمېشنرانو او د ښځو له فعالانو سره هم کتلي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.