مټيس: له افغانستانه د ځواکونو ايستل او د قرارداديانو لېږل دواړه تر غور لاندې دي

 

 

کابل (پژواک، ٢۴ زمرى ٩٦): د امريکا د دفاع وزير جيمز مټيس وايي چې د ځواکونو ايستل او يا قرارداديانو ته د امنيت چارې سپارل اوس هم د افغانستان لپاره په انتخابونو کې شته.

نوموړي دا خبرې په داسې حال کې کړې چې هغه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپارښتنه د امريکا د بهرنيو چارو له وزير رېلکس ټېلرسن او د ملي امنيت سلاکار جنرال مېک ماسټر سره له څو مياشتو راهيسې پر افغان تګلارې سلا مشورې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د امريکا د مشهورې امنيتي کمپنۍ (بلک واټر) مشر او بنسټ اېښودونکي وړانديز کړى و چې د افغانستان امنيتي چارې خصوصي امنيتي کمپنۍ ته وسپارل شي.

د امريکا د دفاع وزير جېمز مټيس ويلي، له افغانستان څخه د ټولو سرتېرو ايستل او يا هلته د امنيتي کمپنۍ قرارداديان لېږل یې اوس هم په انتخابونو کې دى.

خو هغه زياته کړې چې سپينه ماڼۍ او دفاع وزير په دې اړه ډېر کار کړى او وروستۍ پرېکړې ته نږدې شوی دي.

د نوموړي په وينا، کله چې د افغانستان په اړه نوې ستراتيژي بشپړه شي نو د منظورۍ لپاره به يې ولسمشر ټرمپ ته وړاندې کړي.

مټيس د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي: ((د سرتېرو ايستل او يا قرارداديان لېږل دواړه تر غور لاندې دي.))

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.