معصوم ستانکزی د ولسي جرګې له استیضاح بریالی ووت
د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزی د ولسي جرګې له لوري د استیضاح او صندوق ايښودلو وروسته هم پر خپل دندې پاتې شو.
معصوم ستانکزی د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غويي ۰۵» ولسي جرګې ته حاضر شو او د وکیلانو پوښتنې یې ځواب کړې.
خو د ښاغلي ستانکزي ځوابونو وکیلان قانع نهکړل او د ولسي جرګې غړو ورته صندوق کېښود.
که څه هم ۶۶ وکیلانو خپلې رأیې وکارولې، خو د نصاب د نهموجودیت له کبله ښاغلی ستانکزی پر خپلې دندې پاتې شو.
د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي وویل:
“د نننۍ استیضاح په نتیجه کې چې ۱+۵۰ پوره نهشو او نصاب موجود نهو د ملي امنیت عمومي رئیس د پخوا په څېر په خپله دنده پاتې کېږي.”
ولسي جرګې د تېرې چهارشنبې په ورځ پرېکړه وکړه چې د ملي امنیت عمومي رئیس به نن چهارشنبه استیضاح کوي.
که څه هم د حقوقي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، ولسي جرګه د ملي امنیت د رئیس د استیضاح صلاحیت نهلري، خو وکیلان وايي، امنیتي مسؤلین باید د مخ پر زیاتېدونکو امنیتي ګواښونو په اړه دوی ته ځواب ووايي.
وکیلانو د چهارشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې ادعا وکړه چې استخباراتي ضعف د دې لامل شوی چې وسلهوال مخالفین پر مهمو اهدافو بریدونه وکړي.
د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون د دې ادعا سربېره چې معصوم ستانکزي د باور رأیو اخیستو په پروسه کې د نهګډون په اړه وکیلان ګواښلي، وايي د ملي امنیت رئیس تر خپلو کارونو زیات په نورو غیر ضروري او سیاسي فعالیتونو مصروف دی.
ښاغلی همایون له جنرال دوستم او د بلخ د پخواني والي سره د حکومت د لانجو د هواري په مسئلو کې د معصوم ستانکزي منځګړیتوب د قانون خلاف بولي.
نوموړي زیاته کړه:
“ایا د ملي امنیت عمومي رئیس د دې اجازه لري چې له دې ځایه ترکیې ته ولاړ شي او له ښاغلي دوستم سره د بېرته راتګ په اړه خبرې وکړي او یا د دې اجازه لري چې بلخ ته لاړ شي او هلته له یوه والي سره کېني او له هغه سره د لیرې کېدو په اړه خبرې وکړي؟”
د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزی بیا وايي چې د ملي ګټو او د هېواد د بشپړ سلامت لپارهیې هڅې کړي او دا یې حق دی.
د ښاغلي ستانکزي په خبره ملي امنیت تر خپله وسه چارې په ښه توګه مخ ته وړي او اوس پهکار ده چې ټول پر وړو مسایلو د تمرکز پر ځای له ستونزو د وتو لپاره په یوه واحد دریځ کې ودرېږي.
نوموړي زیاته کړه:
“د افغانستان بریالتیوب په دې کې دی چې که غواړئ له اوسني ستونزمن حالت څخه راووځو باید وړې مسئلې شا ته کړو او د لویو ملي مسئلو په اړه فکر وکړو.”
له دې ټولو سره سره یو شمېر وکیلان بیا انتقاد کوي چې د هېواد حساسو شرایطو ته په کتو ولسي جرګې ته نهښايي چې له حکومتي او امنیتي بنسټونو سره په تقابل کې واقع شي.
د ولسي جرګې غړی منور شاه بهادري وايي، نوموړی د ښاغلي ستانکزي د استیضاح مخالف و او په ورته وخت کې یې ځوابونه هم د ده لپاره د قناعت وړ وو.
پخواني معلومات
د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزی د ولسي جرګې له استیضاح وروسته بیا هم په خپله دنده پاتې شو.
ولسي جرګې نن چهارشنبه ښاغلی ستانکزی په دې دلیل استیضاح کړ چې ګواکې د ملي امنیت عمومي رئیس د ځینو مهمو پېښو په مخنیوي کې بېکفایتي کړې.
د وکیلانو له پوښتنو وروسته معصوم ستانکزي وویل چې ملي امنیت تر خپلې وسې خپل مسؤلیت سر ته رسولی، خو د امنیت ټینګښت د ټولو ګډ مسؤلیت دی.
د ښاغلي ستانکزي په خبره افغانستان یو نه، بلکې ګڼ دښمنان لري او پهکار ده چې ټول افغانان له وړو مسایلو تېر شي او له ستونزو څخه د وتلو لپاره په یوه واحد دریځ کې ودرېږي.
خو بیا هم د ښاغلي ستانکزي ځوابونو د وکیلانو قناعت ترلاسه نهکړ او هغه تهیې صندوق کېښود.
که څه هم ۶۷ وکیلانو رأیه ورکړه، خو د نصاب د کمښت د موجودیت له کبله ښاغلی ستانکزی پر خپلې څوکۍ پاتې شو.
نظرات بسته شده است.