مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه پیل شوه

 

د افغانستان په اړه د مسکو غونډه نن د پنجشنبې په ورځ د مارچ ۱۸ (کب ۲۸) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په پرانیستې وینا پیل شوه.

ښاغلي لاوروف په خپلې وینا کې له ګډون کوونکو پلاو څخه په مننې وویل په “خواشینۍ” سره چې د دوحې مذاکراتو تراوسه مثبته نتیجه نه ده ورکړې او په دې بهیر کې یې د پرمختګ هیله څرګنده کړه.

هغه وویل چې روسیه به د افغانستان د سولې په بهیر کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي او زیاته یې کړه چې ډیپلوماتیکې هڅې د ټولو دخیلو خواو ترمنځ د تفاهم یوازینی لاره ده او د مسکو غونډه هم په همدې هدف رابلل شوې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل: “د سولې دا بهیر باید د افغانانو په رهبرۍ وي او د افغانستان د خلکو له خوا رهبري شي، هیڅ مداخلې ته باید اجازه ورنکړل شي. دا بهیر یوازې له ډیپلوماتیکو لارو سولې ته رسېدلی شي او هغه تړون چې (دواړه خواوې) یې کوي باید د ټولو اړخونو د پام وړ موضوعات په کې شامل وي”.

په دغې غونډه کې افغان پلاوی، د طالبانو، امریکا، چین او د پاکستان استازي ګډون کړی چې موخه یې د افغانستان د سولې پروسې ګړندي کول، د دوحې د مذاکراتو پیاوړتیا او د تاوتریخوالي د کچې کمولو په تړاو بحثونه بلل شوي دي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ په خپل ټویټر کې لیکلي چې په دغه کنفرانس کې به د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت په استازیتوب وینا وکړي.

ښاغلي عبدالله ویلي: “په داسې حال کې چې د سولې له بهیر څخه د ملاتړ لپاره د سیمه‌ییزو او نړیوالو نوښتونو څخه هرکلی کوم، موږ بشپړ باور لرو چې د مسکو کنفرانس به د دوحې د سولې مذاکراتو او د افغانستان په اړه د ترکیې د راتلونکي کنفرانس د پیاوړتیا لامل شي”.

د مسکو په غونډه کې د ملي مصالحې د عالي شورا او د افغانستان د سولې د مرکچي پلاوي د یو شمیر غړو په ګډون، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، د ولسمشر پخوانی مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم او د ولسي جرګې رئیس میررحمان رحماني د افغانستان په استازیتوب ګډون کړی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم په دې غونډه کې ګډون کوي.

طالبانو هم تائید کړې چې د دغې ډلې یو لوړپوړی پلاوی به د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي.

دا غونډه یوه ورځ دوام کوي او نتایج به یې د ورځې په پای کې څرګند شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.