مسعود اندرابي: سر له چهارشنبې د قرنطین شرایطو د لا سختولو خبرداری ورکړ

 

تاند، سه شنبه، د حمل ۱۹مه: د کورنیو چارو سرپرست وزیر د کابل پولیسو ته امر کړی چې سر له سبا په کابل ښار کې ګرځبندیز په جدي ډول عملي او شرایط یې نور هم سخت کړي.

په هغه ویډیو کې چې د دغه وزارت له خوا تاند ته رسېدلې د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي د کابل پولیسو ته په خطاب کې ویلي چې له امنیتيو رسنیز، روغتیايي او مخابراتي کارکوونکو پرته او دغه شان هغه کسان چې ناروغان دي یا هم د خوراکي موادو اړتیا ولري نور هیڅ څوک په ښار کې ګرځېدو راګرځېدو ته پرېنږدي.

ښاغلي اندرابي په ځانګړي ډول ویلي چې دا ګرځبندیز باید په دولتي مامورینو چې د کورونا ویروس د خپروېدو د مخنیوي لپاره رخصت او په کورونو کې قرنطین دي په جدي ډول عملي شي او د سرغړونې په صورت کې به خپلو اړوندو وزارتونو ته معرفي شي چې قانوني چلند ورسره وشي.

ښاغلي اندرابي دغه شان ویلي چې قرغې، جلال اباد او د کابل شمال ته غځېدلې لارې چې خلک د میلو لپاره ورځي د ترافیکو پر مخ وتړل شي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، ۱۶۰۰ پولیس او ۴۰۰ د پولیسو موترې د ګرځبندیز په برخه کې د لا تشدید د عملي کېدو لپاره توظیف شوي دي.

بلخوا د کورنیو چارو وزارت یوې ویاندې مروه امیني تاند ته وویل چې تېره ورځ یې پولیسو ۱۰۰ په چکر وتلي موټر ۱۸ زره افغانیو پورې هر یو جریمه کړي دي او نن یې هم ټولو چوکونه تړلي وو.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.