مدني بنسټونه: په ملي شورا کې لا هم نر سالار ذهنيت حاکم دى

 

(پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٦): د افغانستان يو شمېر مدني بنسټونو د ولسي جرګې له لوري د کانونو او پټروليم د نوماندې وزيرې نرګس نهان د رد په اړه وايي چې جرګې دې د خپل حقوقي صلاحيت له مخې پر دغه تصميم له سره کتنه وکړي.

درې ورځې وړاندې ولسي جرګې ته د حکومت له لوري د ور پېژندل شوو ١٢ نوماند وزيرانو له ډلې ١١ تنو د ولسي جرګې د باور رايه واخيسته خو د کانونو او پټروليم وزيره نرګس نهان د ١٠٧ تاييدي رايو په اخيستلو ونه توانېده چې کافي رايې واخلي.

د ولسي جرګې دغه تصميم له ګڼو غبرګونونو سره مخ شو او نن هم يو شمېر مدني بنسټونو له ولسي جرګې وغوښتل چې د خپل حقوقي صلاحيت په کارونې دي د دې جرګې د کورنۍ تګلارې په رڼا کې پر دې تصميم له سره کتنه وکړي.

د افغانستان د مدني بنسټونو د ټولنې مشر عزيز رفيعي چې د نورو په استازولۍ يې يوې خبري ناستې ته خبرې کولې، وويل: (( په داسې وخت کې چې موږ د يوې نيمې لسيزې د هڅو پايله يوازې په ملي پروسو کې د ښځو سياسي ګدون يوه لاسته راوړنه ګڼو، بيا هم نارينه باورونه د افغانستان له ښځو قرباني اخلي.))

هغه زياته کړه چې د نرګس نهان په اړه د ولسي جرګې وروستي تصميم څرګنده کړه چې د کانونو د مافيا لاسونه د خلکو تر کوره (ملي شورا) پورې هم رسېدلي او نور پټ لاسونه هم دغه د ملي ګټو ضد لوبو تر شا شتون لري.

هغه زياته کړه چې د افغانستان مدني ټولنه په دې باور ده چې ملي شورا په ځانګړي ډول په دې شورا کې مافيايي او ښځه کړۍ له وړ او کارپوهو ښځو نه وېره لري، دا وېره پخوا هم د وزارتونو او سترې محکمې د نوماندانو پر وړاندې تکرار شوي دي. کمو ښځو چې رايې ترلاسه کړې، رايه يې د بري او ماتې تر منځ وه.

د رفيعي په خبره، د ولسي جرګې دغه چلند څرګنده کړه چې لا هم په افغان ملي شورا کې نر واکى ذهنيت حاکم دى او د قضاوت بنسټ ګڼل کېږي. اسنادو څرګنده کړه چې ښځو لا هم له پارلماني شبکو سره نه دي تړل شوې، جنسيتي تبعيض له نرواکي تفکر سره په بيا بيا کولى شي چې له ښځو قرباني واخلي.

د افغانستان مدني ټولنې په اعلاميه کې راغلي چې د جنسيت پر بنسټ د عدالت تامين او دا ډول تبعيضي چلند د تکرار د مخنيوي لپاره له ولسي جرګې غواړي چې د خپل قانوني صلاحيت په کارولو سره د ملي شورا د کورنۍ کړنلارې د موادو په رڼا کې پر دغه تصميم له سره کتنه وکړي.

په اعلاميه کې له حکومته غوښتل شوي چې دا موضوع د پارلمان او حکومت تر منځ بحثونو کې سره کرښه ده او هڅه کوي چې د ملي شورا د ځينو غړو د ښځې ضد نظريو مخنيوى وکړي.

دغه بنسټ له بشري حقونو، د ښځو له حقونو او رسنيزو فعالانو غواړي چې د نر سالار فکر د حاکميت او ښځو سره د تبعيض په مخنيوي کې اړين پوهاوى وړاندې کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.