محقق او نور په ترکیه کې له جنرال دوستم سره ولیدل

 
تاند- د بلخ پخواني والي عطا محمد نور او د اجرايي ريیس دوهم مرستیال محمد محقق په ترکیه کې له جنرال عبدالرشید دوستم سره وکتل.

دوی تېر کال په ترکیه کې «د افغانستان د ژغورنې لپاره عالي ايتلاف» جوړ کړ او ویې ویل چې ژر به دا ايتلاف په افغانستان کې دننه فعالیت پیل کړي.

د محمد محقق په وینا په دې غونډه کې دوی د انتخاباتو، افغانستان ته د جنرال دوستم د بېرته راتګ او د سولې د خبرو په باب سلامشورې وکړې.

د افغانستان د حکومت او طالبانو له لنډ اوربنده وروسته د سولې یو شمېر مخالفان سخت اندېښمن شوي دي او داسې ورته ښکاره شوې چې ممکن لنډمهال اوربند په دایمي سولې بدل شي.

محمد محقق په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي چې دوی په خپله کتنه کې پر ۴ موضوعاتو بحث وکړ. د اساسي قانون د ۲۸ مادې پر اساس هیواد ته د لومړي مرستیال ولسمشر بېرته راتګ او له طالبانو سره د سولې به خبرو کې د نوموړي رول، د هغې طرحې پر اساس د انتخاباتو ترسره کېدل چې د دوی ايتلاف پخوا وړاندې کړې وه.

د افغانستان د ژغورنې د ايتلاف د استازو په حضور کې د بین الافغاني خبرو پر اساس د سیاسي ګوندونو له لوري د ملي پخلاینې د طرحې منل کېدل او د خبرواترو د ځای ټاکل.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.