مجروح: د کابل موټربم چاودنه کې ۸۰ تنه وژل شوي او له ۳۵۰ ډېر ټپيان شوي

 

دآزادی راډیو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د لومړنیو معلوماتو له مخې د کابل ښار په نننۍ چاودنه کې ۸۰ کسان وژل شوي او له ۳۵۰ ډېر ټپيان شوي دي.

د دغه وزارت ویاند وحیدالله مجروح ازادي راډیو ته وویل، ښايي په ارقامو کې بدلون راشي.

نوموړی وايي:

“د هغو معلوماتو له مخې چې د کابل روغتونونو عامې روغتیا وزارت ته ورکړي په نننۍ پېښه کې ۸۰ کسان وژل شوي او له ۳۵۰ ډېر ټپيان شوي دي، ټپيان بېلابېلو روغتونونو ته انتقال شوي امکان ولري چې په ارقامو کې بدلون راشي.”

د کورنیو چارو وزارت د ویاند دفتر سرپرست نجیب دانش په سیمه کې خبریالانو ته وویل چاودنه نن سهار شااوخوا ۸ نیمې بجې د لسمې امنیتي حوزې اړوند د زنبق څلور لارې ته څېرمه د موټر بم له امله رامنځته شوې ده.

بل خوا افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل ښار نننۍ خونړۍ حمله وحشیانه بللې او په کلکو ټکو یې غندلې ده.

په ورته وخت کې روسیې، هندوستان، پاکستان او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د کابل ښار پېښه وغندله.

وسله والو طالبانو په دې پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

خو الجزیرې ټلوېزیون خبر ورکړی چې د کابل د نننۍ چاودنې مسؤلیت داعش اخیستی دی.

پخواني معلومات
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کابل ښار په نننۍ موټر بم چاودنه کې ۵۴ کسان وژل شوي او ۳۴۶ نور ټپيان دي.

د دغه وزارت ویاند وحیدالله مجروح ازادي راډیو ته وویل چې په مړو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

نوموړی وايي:

“د پېښې له ځایه شااوخوا ۳۴۶ تنه ټپيان او ۵۴ شهیدان د کابل روغتونونو ته انتقال شوي دي.”

د کورنیو چارو وزارت د ویاند دفتر سرپرست نجیب دانش په سیمه کې خبریالانو ته وویل، چاودنه نن سهار شااوخوا ۸ نیمې بجې د لسمې امنیتي حوزې اړوند د زنبق څلور لارې ته څېرمه د موټر بم له امله رامنځته شوې ده.

تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسؤلیت نه‌دی منلی.

مجروح: د کابل موټربم چاودنه کې ۸۰ تنه وژل شوي او له ۳۵۰ ډېر ټپيان شوي

مستقیم لېنک
پخواني معلومات
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې د کابل زنبق څلور لارې ته څېرمه د نن سهار په چاودنه کې ۹ کسان وژل شوي او ۹۰ ټپيان دي.

د دغه وزارت د مطبوعاتي دفتر رئیس محمد اسماعیل کاووسي ازادي راډیو ته وویل، امکان لري په دغو ارقامو کې بدلون راشي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند دفتر سرپرست نجیب دانش په سیمه کې خبریالانو ته وویل چې چاودنه موټر بم وه دا چې هدف‌یې څوک و په اړه‌یې پلټنې روانې دي.

بل‌خوا د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رئیس محب‌الله ځير رسنیو ته ویلي چې له دغې پېښې ۳۱۹ ټپيان روغتونونو ته انتقال شوي دي.

تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا په غاړه نه‌دی اخیستی.

پخواني معلومات
د افغانستان روغتیا وزارت وايي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې د کابل د نن سهار په درنه چاودنه کې له لسو ډېر ملکیان وژل شوي او تر سلو ټپیان دي.

د دغه وزارت د اېمرجنسي د همغږۍ مسؤل بازمحمد شیرزاد ازادي راډیو ته وویل چې وژل شوي او ټپيان تر ډېره ملکي وګړي دي.

خو د کابل د معالجوي طب رئیس محب‌الله ځیر رسنیو ته ویلي چې په دغه پېښه ۳۱۹ کسان ټپیان شوي چې زیاتره یې ملکي وګړي دي.

ویل کېږي چې دغه موټربم چاودنه نن سهار اته بجې او ۲۵ دقیقې د کابل ښار د وزیر اکبر خان د ۱۷ سړک او زنبق څلور لاري تر منځ رامنځته شوې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په دغه موټربم چاودنه کې لږ تر لږه ۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله رسېدلې، خو د وژل شویو د دقیقې شمېرې په اړه‌یې څه ونه‌ویل.

د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې د چاودنې له امله په سیمه کې نېږدې ۳۰ نقلیه وسایط ویجاړ شوي دي.

ښاغلي دانش وویل چې د تلفاتو د ډېرېدو وېره موجوده ده.

تر دې دمه د دغې پېښې مسؤلیت کومې وسله‌والې ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی.

پخواني معلومات
لومړني معلومات ښيي چې دا چاودنه په مرکز کابل کې د زنبق څلور لارې ته نېږدې شوې.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند دفتر سرپرست نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې په ډېر احتمال دا چاودنه موټر بم وه چې ۵۰ تنه ټپیان شوي او نقلیه وسایط هم ویجاړ شوي دي.

دا سیمه د لسمې امنیتي حوزې پورې تړلې ده.

بل‌خوا د عامې روغتیا وزارت رسنیو ته ویلي چې د کابل د نننۍ چاودنې څخه ۶۰ ټپیان بېلابېلو روغتونونو ته وړل شوي دي.

سپېدار ماڼۍ، یوناما، د علومو اکاډمي او ګڼ شمېر سفارتونه د زنبق څلور لارې ته څېرمه پراته دي.

دا چاودنه ډېره زوروره وه چې غږ یې تر لیرې سیمو اورېدل شوی دی.

تر اوسه کومې ډلې ددې پېښې مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.