متحده عربي امارات د افغان ځواکونو د روزنې لپاره پوځیان رالېږي J
تاند- متحده عربي امارات پرېکړه کړې چې افغانستان ته یو شمېر پوځیان ولېږي څو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه وروزي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا هم تایید کړه چې د افغان ځواکونو د روزنې لپاره یې متحده عربي اماراتو وړاندیز تایید کړی دی.
د دې لپاره چې متحده عربي امارات د ناټو غړیتوب نه لري، افغانستان ته د ځواکونو تر لېږلو مخکې باید د افغانستان د حکومت موافقه ترلاسه کړي.
متحده عربي اماراتو پخوا هم په افغانستان کې یو شمېر پوځیان لرل چې د امریکايي او ناټو ځواکونو ترڅنګ یې په افغانستان کې فعالیت کاوه.
د افغانستان د ملي امنیت شورا او د متحده عربي اماراتو حکومت افغانستان ته د لېږل کېدونکو اماراتي پوځیانو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي.
حاضردمه د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې ۱۵ زره بهرني پوځیان په افغانستان کې مېشت دي چې اکثره امریکایان دي.
نظرات بسته شده است.