لښکرګاه کې ځانمرګي برید ۲ تنه وژلي او ۱۵ نورټپیان کړي

 

دامریکا غږ

د هلمند ولایتي چارواکي وايي نن د چهارشنبې د ورځې له غرمې وروسته شاوخوا دوه نیمې بجې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې د یوه نظامي مرکز مخ ته د ملي پوځ پر سرتیرو ځانمرګی برید شوی، چې دوه سرتیري یې وژلي او ۱۵ تنه چې یو یې ملکي او پاتې ټول د ملي اردو سرتیري دي ټپیان کړي دي.

پېښه نن ماپښني دوه نیمي بجې په لښکرګاه کې د پوليسو د ۵۰۵ بست زون د قومندانۍ مخ ته رامنځ ته شوې.

برید د ملي پوځ د سرتیرو پر هغه موټریز کاروان شوی چې د نظامي عملیاتو لپاره له دغه مرکز څخه د مارجې ولسوالۍ ته د نظامي عملیاتو لپاره د وتلو په حال کې وو.

دهلمند ولایتي چارواکي وايي، په دغه برید کې دوه وژل شوي د ملي اردو سرتیري دي او په ټپیانو کې یو ملکي وګړي او ۱۴ تنه نور د پوځ سرتیري دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک امریکاغږ اشنا راډیو ته وويل چې ځانمرګي برید کوونکي دوه تنه وو، چې د چاودیونکو توکو په یو ډک کرولا موټر کې سپاره وو.

ښاغلي ځواک وویل، چې برید کوونکو غوښتل چې لمړی د بست زون د قومندانۍ مخ ته چاودنه وکړي او وروسته بیا هغوی په وسله وال برید باندي لاس پوري کړي خو امنیتي ځواکونو يې مخه ونیوله او دواړو برید کوونکو په خپل موټر کې چاودنه کړې.

دا په تیرو ۳ اونیو کې په هلمند کې درییم ځانمرګی برید دی چې تر سره کیږي.

تر دې مخکې د سرحدي پوليسو پر یوه مرکز او د لښکرګاه په درییمه حوزه کې د پټرولو د يوه پمپ سټيشن مخ ته هم پر پوليسو ځانمرګي بریدونه شوي.

طالبانو د دغه برید مسولیت منلی دی.

د طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي چې دا برید د یو ځانمرګي له خوا د موټر په واسطه شوی، چې د طالبانو د دغه ویاند پر وینا یې زیات شمیر افغان سرتیري مړه او ټپیان کړي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.