له یوې چینايي کمپنۍ سره د سمنګان او بامیان ترمنځ د یوه مهم سړک قرارداد لاسلیک شو
خپروونکی: تاند
تاند- یوې چینايي کمپنۍ د افغانستان په مرکزي برخه کې د یکشنبې په ورځ /جنوري۸/ د یوه مهم سړک د جوړولو قرارداد د افغانستان له ټولګټو وزارت سره لاسلیک کړ.
چینايي کمپنۍ د سمنګان د دره صوف او د بامیان د یکاولنګ ۱۷۸ کیلومتره سړک په ۲۰۵ ملیون ډالره جوړوي.
د افغانستان د فواید عامې وزیر محمود بلیغ او د چین د سړکونو او پُلونو د شرکت د مرستیال رييس لو شان ترمنځ د قرارداد د لاسلیکولو په مراسمو کې ولسمشر محمد اشرف غني هم حاضر و.
ښاغلي بلیغ وویل چې دا سړک به د ۳۷ کلیو ترمنځ ارتباطات اسانه کړي.
د فواید عامې وزیر وویل، دا سړک د شمال- جنوب د دهلېز د ۱۷۸ کیلومتره سړک دوهم پړاو یا فاز دی. د دې پروژې لومړی پړاو د مزارشریف ښار د بامیان له یکاولنګ ولسوالي سره نښلوی چې مخکې یې کار بشپړ شوی دی او د ټولګټو وزارت اوس د دې پروژې درېم پړاو سروې کوي چې ۵۵۰ کیلومتره سړک دی او بامیان له کندهار ښار سره وصلوي.
د ښاغلي بلیغ په وینا د دې پروژې جوړوونکي به ۷ متره پلن سړک، ۸ لوی پُلونه او ۱۹۴ کوچني پُلونه جوړ کړي.
د دې پروژې مالي لګښت به اسیايي پرمختیايي بانک پرې کړي.
نظرات بسته شده است.