له بګرام هوايي اډې د ځواکونو وتل؛ غني له مېلر سره د اړیکو په نوي څپرکي خبرې وکړې

 

تاند (جمعه د سرطان ۱۱) ولسمشر اشرف غني نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت له عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر سره په ارګ کې وکتل.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې له افغانستان سره د امریکا متحدو ایالتونو د مرستو او همکاریو د دوام په ځانګړي ډول د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو په نوي څپرکي او همدارنګه د افغان ځواکونو پر ملاتړ خبرې وشوې.

ولسمشر غني داسې مهال له سکاټ مېلر سره غږېدلی چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو تر ټولو ستره پوځي اډه نن د افغانستان د ملي دفاع وزارت ته وسپارل شوه او له نږددې شل کاله وروسته امریکايي پوځیان له دې اډې ووتل.

امریکايي پوځیان له بګرام څخه په کامل ډول ووتل

ورته مهال د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر بسم الله محمدي او د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټین پرون ماښام په یوه ټلیفوني مکالمه کې د ستراتيژیکو او پوځي همکاریو په هکله خبرې کړي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي چې په دې ټلیفوني خبرو کې د امریکا دفاع وزیر د افغان ځواکونو وړتیاوې وستایلي او ویې ویل چې دوی د افغان سرتېرو د اوږد مهاله تمویل او مسلکي زده کړو په برخه کې همکاريو ته دوام ورکوي او د افغانستان له حکومت سره دوامداره مشارکت ته ژمن دي.

د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې د امریکا د دفاع وزیر د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د زیاتېدو په هکله اندېښنه وښوده او دا یې هر اخیز تفاهم ته د رسېدو لپاره خنډ وباله. اسټین ټینګار کړی چې د سولې خبرو له رامنځته شوي فرصت باید ګټه واخیستل شي څو افغانان تلپاتې سولې ته ورسېږي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.