له ایسپر څخه د سناتورانو پوښتنه: د امریکا یو ملیارد ډالره کمه شوې مرسته څه شوه؟

 

تاند (دوشنبه، د جوزا ۲۶) امریکايي سناتورانو د خپل هیواد له دفاع وزیر مایک ایسپر څخه وپوښتل چې د هغو یو ملیارد ډالرو په اړه یې څه پرېکړه وکړه چې کابو درې میاشتې پخوا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د افغانستان له مرستو راوګرځول.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د دیموکرات ګوند سناتور او د سناجرګې د وسله والو خدماتو کمېټې رييس جک ریډ او د سناجرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې رييس سناتور رابرټ مینیندز، چې هغه هم د دیموکرات ګوند غړی دی، له دفاع وزیر ایسپر څخه وغوښتل چې ایا افغانستان ته یو ملیارد ډالره مرسته کمه شوې او که داسې شوي وي له کوم حساب څخه کمه شوې ده.

سناتورانو ایسپر ته په استولي لیک کې ویلي «ایا د دې مرستې کموالی په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو پر حضور اغېز لري؟»

دوی له دفاع وزیره غوښتي چې د روان جون تر ۲۶ نېټې پورې ورته ځواب ووايي.

امریکايي سناتورانو لیکلي «که حکومت باوري وي چې د امنیت په برخه کې دا مرسته زموږ د ملي امنیتي د هدفونو په تعقیبولو کې اغېز نه لري، نو کوم شرایط بدل شوي چې دومره پیسې زیاتې شوي دي؟»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د مارچ په ۲۳ نېټه د افغانستان له سفره وروسته د دې لپاره چې ولسمشر غني او پخوانی اجراییه ريیس عبدالله د سیاسي اختلاف حل کولو ته اړ باسي، اعلان وکړ چې افغانستان ته د امریکا یو ملیارد ډالره مرسته کموي.

خو ولسمشر غني او عبدالله د مې په اوولسمه موافقه وکړه او ورسره دا پوښتنه پیدا شوه چې امریکا به یو ملیارد ګرځولې مرسته بېرته ورکړي او که نه.

پامپیو هماغه وخت ویلي و چې که افغان مشران موافقې ته ورسېږي دا مرسته به قطع نه کړي.

رویټرز خبري اژانس د مې په پنځمه ویلي و چې دا یو ملیارد ډالره مرسته د افغان امنیتي ځواکونو له بسپنې کمه شوې ده.

د مې په شلمه د امریکا دفاع وزارت (پینتاګون) ویلي و چې د پامپیو له اعلان سره سره به د افغان امنیتي ځواکونو مرسته کمه نه کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.