‘له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل پیل شوي’

 

دامریکا غږ

د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې تړون له مخې امریکايي ځواکونو له افغانستانه ابتدايي وتل پیل کړي دي.

دا خبره د د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند وکړه.

د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د شوې تړون له مخې، په لومړي قدم کې به په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو اوسنی شمېر چې شا او خوا ۱۳۰۰۰زره دی، ۸۶۰۰ ته راکمېږي.
اخوا په کابل کې روان سیاسي کړکېچ د طالبانو سره د بین الافغاني خبرو راتلونکی چې باید نن سه شنبه پیل شوې وی، ناڅرګند کړی دی.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ساني لیګیټ د دوشنبې په ورځ ناوخته په یو بیان کې وویل: “د افغانستان د اسلامي جمهوریت او امریکا د ګډې اعلامیې او د طالبانو او امریکا ترمنځ د تړون سره سم یې په ۱۳۵ ورځو کې شرایطو ته په پام، ۸۶۰۰ تنو ته د امریکايي سرتېرو راکمول پیل کړي دي.”

ښاغلي لیګیټ په عین حال کې ټینګار کړی چې په افغانستان کې امریکايي ځواکونه د القاعده او داعش پر ضد د ترهګرۍ ضد عملیاتو او د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د ملاتړ په ګډون د اهدافو د تر لاسه کولو لپاره ټول پوځي ځواک او واک ساتلی دی.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو دې ویاند وړاندې ویلي، دوی په داسې حال کې چې اړینې وړتیاوې یې ساتلي د ځواکونو هغې کچې ته په سم لوري روان دي چې ورته لارښوونه شوې.

تر دې مخکې اسوشیتید پریس خبري اژانس د یو امریکايي چارواکي له خولې چې نوم یې نه و یاد شوی ویلي وو، سلګونه امریکايي سرتېري چې په افغانستان کې یې دوره پوره شوې له دې هېواد وځي، خو پر ځای به یې نور امریکايي سرتېري نه استول کېږي.

د دې امریکايي چارواکي تر څرګندونو مخکې په هلمند کې د ازادي راډیو سیمه ییز خبریال د دوشنبې په ورځ د ځايي سرچینو په حواله ویلي وو چې د هلمند له مرکز لښکرګاه څخه د امریکايي ځواکونو هغه ټولی چې افغان ځواکونو ته یې د هوايي ملاتړ ترڅنګ روزنه او سلا مشورې برابرولې، وتلی او د ښوراب په نوم پوځي اډې ته تللی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې دا یوازې سلاکاران او ملکي مامورین وو چې لښکرګاه کې یې نور موجودیت ته اړتیا نه وه، خو د افغانستان د ملي اردو یوې باوري سرچیني د ازادي راډیو خبریال ته ویلي، دا امریکايي سرتېري د طالبانو سره د امریکا د تړون له مخې وتلي، او ورو ورو به د هلمند له نورو سیمو څخه هم ووځي.

افغانستان کې د امریکا او طالبانو د تړون له مخې د امریکايي ځواکونو د شمېر کمېدل په داسې حال کې پیلېږي چې پرون په کابل کې محمد اشرف غني او عبدالله دواړو په جلا جلا مراسمو کې د ولسمشرۍ لوړې وکړې.

دې کار په کابل کې سیاسي کړکېچ زیات کړی او د امریکا د متحدو ایالتونو لپاره یې هم د طالبانو سره د شوې تړون وړاندې تګ پیچلی کړی دی.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، امریکا له افغانستانه د خپلو سرتېرو ایستل په دې هېواد کې د سیاسي ثبات او یا د ټولو افغانانو ترمنځ د خبرو په مشخصو پایلو پورې نه دي تړلي، بلکې په دې پورې یې تړلي چې طالبان پر خپلو هغو ژمنو ودریږي چې د القاعده شبکې په ګډون به د هرې هغې ډلې یا شخص مخه نیسي چې د افغانستان له خاورې په ګټې اخیستو، د امریکا او یا د امریکا د متحدانو امنیت ګواښي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ “افغانستان ته د سولې د راوستلو د تړون” له مخې چې د فبروۍ په ۲۹ مه لاسلیک شو، تر لاسلیک وروسته په لسو ورځو کې به افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د شمېر کمېدل پیلېږي.

د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر د مارچ په دویمه وویل چې لا دمخه یې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو کمېدل تائید کړې.
د طالبانو او امریکا ترمنځ “افغانستان ته د سولې د راوستلو د تړون” له مخې باید د مارچ په لسمه یعنې د سه شنبې په ورځ د طالبانو سره د افغان حکومت په ګډون بین الافغاني خبرې پیل شوی وای.

خو په کابل کې سیاسي کړکېچ، د طالبانو سره په بین الافغاني خبرو کې د مرکچي پلاوي پر څرنګوالي اختلاف او د طالب بندیانو د خوشې کېدو مسئله د دې لامل شوي چې دا خبرې وځنډېږي.

دواړو ښاغلي غني او ښاغلي عبدالله د دوشنبې د ورځې په وینا وو کې د سولې لپاره هڅو ته خپل ژمنتیا په ډاګه کړه.

ولسمشر غني د لوړې له مراسمو وروسته وینا کې وویل چې د سه شنبې تر ورځې به د طالبانو سره بین الافغاني خبرو کې برخه اخیستونکی مرکچي پلاوی بشپړ شي.
هغه زیاته کړه: “دا مرکچي ټیم له مطرح شخصیتونو، سیاسي ګوندونو، مدنې ټولنې، ښځو، ځوانانو، د عالمانو له استازو، د خلکو له مختلفو اقشارو سره له پراخو سلا مشورو وروستی شوی دی او د خلکو د بېلابېلو اقشارو استازي په کې په پام کې نیول شوي دي.”

ښاغلي غني وویل چې د سه شنبه په ورځ به د طالبان بندیانو د خوشې کېدو د څرنګوالي په اړه هم یو فرمان ورکړي.

د نوموړې په وینا یو داسې چوکاټ رامنځته شوی چې د بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې به په تاوتریخوالي کې د پام وړ کمی راشی.

خو له دې ټولو سره، په کابل کې تر ټاکنو وروسته سیاسي کړکېچ او د طالبانو سره د مرکچي پلاوي پر جوړښت اختلاف، د هغو بین الافغاني خبرو پیل تر ناڅرګند وخت ځنډولی چې د طالبانو او امریکا تر منځ د دوحې د تړون له مخې باید نن سه شنبه د مارچ په لسمه پیل شوې وای.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.