لاوروف: روسیه د تروریزم پر ضد په جګړه کې د افغان ملي اردو او امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي

 

تاند- (د سنبلې ۶) د روسیې د بهرنیو چارووزیر سرګی لاوروف وايي، مسکو به د تروریزم پر ضد په جګړه کې د افغانستان د ملي اردو او امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

لاوروف دا خبره نن (چهارشنبه) په مسکو کې د هند له بهرنیو چارو وزیر سوبراهمانیام جیشنکر سره له کتنې وروسته په یوه خبري غونډه کې وکړه.

ده وویل«موږ د افغانستان ملي اردو او امنیتي ځواکونو ته وسلې او تجهیزات ورکوو او دې ته به دوام ورکړو. دوی حاضردمه په یوازې توګه نه شي کولی چې د تروریزم خطر له منځه یوسي نو هلوځلو ته اړتیا ده.»

لاوروف ونه ویل چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته یې کومې وسلې ورکړي دي. له کلونو راهیسې د افغانستان د هوايي ځواک یو شمېر روسي جنګي هیلي کوپترونه، چې هند افغانستان ته ورکړي، د پرزو د نشتوالي له کبله ولاړې دي خو روسیه لا حاضره شوې نه ده چې افغانستان ته د دغو الوتکو پُرزې ورکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر همداراز وویل چې د تروریزم پر ضد په جګړه کې باید دوه ګون چلند ونه شي؛ په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې د اسلامي دولت (داعش) تروریستي ډله هڅه کوي چې د افغانستان په ګډون په بېلابېلو هیوادونو کې د پښې ځای پیدا کړي.

روسیه شک لري چې امریکا په افغانستان کې د داعش پرضد جدي اقدام نه کوي او دا ډله په تدریج غواړي چې د افغانستان شمال او له هغه ځایه منځنۍ اسیا ته نفوذ وکړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.