فېروز: اختر مه لمانځئ، د کابل والي: له اختره وروسته ښار خلاصوو

 

تاند، چهارشنبه، د ثور ۳۱مه: د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز کورونا ناروغۍ ته له ماتې ورکولو وروسته په عامه محضر کې راښکاره شو او له خلکو یې وغوښتل چې د اختر له لمانځلو او یو بل کره له تګ راتګ دې ډډه وکړي.

نوموړي نن د افغان- جاپان روغتون څخه د لیدنې پر مهال خبرداری ورکړ که خلک قرنطین مراعات نه کړي، یو بشري ناورین به راپورته شي.
دا په داسې حال کې ده چې په ګڼو ښارونو کې قرنطین مات شوی دی او د کابل والي یعقوب حیدري بیا په دغه ښار کې له اختر وروسته د ګرځبندیز د نرمولو خبر ورکړی دی.

نوموړي ویلي، خلک له قرنطین څخه ستړی شوي او په خپل سر یې بازارونه خلاص کړي دي چې دوی هم اړ شوي دي تر څو له اختر وروسته په مشروط ډول بازارونو ته د فعالیت اجازه ورکړي: (( موږ په یوه طرحه کار کوو چې له مخې به یې دوکانونه د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې په مختلفو شفټونو کې یعني له سهاره تر غرمې، له غرمې تر ماښام او له ماښام تر ماسختنه پورې پرانیستي وي.))

خو د عامې روغتیا وزیر وايي، د قرنطین د ماتېدو له امله د کورونا پېښې زیاتې شوې دي او وايي دا زیاتوالی د خلکو له بې غورۍ سره مستقیم تړاو لري: (( خلک دې نوره بې غوري نه کوي، اختر کې د یو بل کور ته تګ راتګ هم مه کوئ.))

دا په داسې حال کې ده چې نن په هیواد کې له کورونا څخه د مړو شویو کسانو شمېر ۱۸۷ او د روغو شویو کسانو شمېر ۹۳۰ ته لوړ شو خو د کورونا مثبتې پېښې ۸۱۴۵ ته ورسېدې.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.